CRI Online

د يوه کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پراته هېوادونه بايد خپلمنځي همکاري وکړي

cri     (GMT+08:00) 2016-12-15 15:22:16

د يوه کمربند او يوې لارې د ستراتيژۍ د غوره کېدو له دريو کلونو راهيسې نوی پرمختګونه موندل شوي دي. دا د پاملرنې وړ ده چې د يوه کمربند او يوې لارې له پرتو هېوادونو څخه زياتره يې پرمختيايي هېوادونه دي چې د پانګونې او پيسو راغونډولو لارې او د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو لپاره پيسې کمې دي.د روانې مياشتې په څوارلسمه نېټه کورنيو او بهرنيو کارپوهانو د يوه کمربند او يوې لارې د درېيمې دورې په نړيوال پولي فورم کې وويل چې د يوه کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پراته هېوادونه بايد پولي همکاري پياوړې کړي او د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د ژن مين بي يوانو کارونه زياته کړي.

دغه فورم د چين د چينګهای پوهنتون د چيني او نړيوال اقتصاد د څېړنيز مرکز له خوا جوړ شوی و.د دې فورم په موده کې د يوه کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د پولي همکارۍ په هکله څېړنيز راپور خپور شو چې له مخې يې د يوه کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پنځه شپېتو هېوادونو اقتصادي پرمختيايي سويه نسبتأ ټيټه ده.په ٢٠١٥ کال کې د دغو هېوادونو د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ٢٣٠٠ مليارډه امريکايي ډالره و چې دغه رقم د نړۍ د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت په سلو کې دېرش برخه نيسي.ټيټه اقتصادي پرمختيايي سويه د دغو هېوادونو د پانګونې او پيسو راغونډولو د مخنيوي سبب شوی دی. د چين د پرمختيايي بانک مرستيال دينګ شيانګ وويل چې د يوه کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو او سيمو لپاره يې زياتې پيسې برابرې کړې دي.هغه وويل (اواز............)له څو کلونو راهيسې د چين پرمختيايي بانک په پوره توګه په پولي چارو کې د نړيوالې همکارۍ د تجربو او په منځنۍ او اوږده موده کې د پيسو راغونډولو برخه کې د ځانګړتياوو په کارولو سره د يوه کمربند او يوې لارې د ستراتيژۍ له پلي کولو څخه ملاتړ کړی او د روان کال د درېيمې ربعې تر پايه پورې يې د انرژۍ، کانونو،ترانسپورت ، صنعتي سيمو او تجهيزاتو په شمول ډېرو برخو کې شپږ سوه پروژو ته پيسې برابرې کړي چې اړوندو هېوادونو ته د ور کړل شويو پورونو اندازه ١١٢ مليارډه او ٩٠٠ مليونه امريکايي ډالرو ته رسيدلې چې دغه رقم د دې بانک د نړيوالو چارو د عمومي حجم په سلو کې شپږ دېرش برخه نيولې ده.

د چين د ولسي بانک د پولي څېړنيز انسټيټيوټ د اټکل له مخې له ٢٠١٦ کال څخه تر ٢٠٢٠ کاله پورې به دغه هېوادونه د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو لپاره له ١٣٠٠ مليارډو څخه تر ١٩٠٠ مليارډو پورې امريکايي ډالرو ته اړتيا ولري.د دې حالت پر وړاندې نړيواله پولي همکاري ډېر امکانات لري.د چين د پرمختيايي بانک په شمول پر بېلا بېلو بانکونو سربېره د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک او د ورېښمو لارې صندوق هم د يوه کمربند او يوې لارې د ستراتيژۍ د پلي کولو لپاره پيسې برابرې کړې دي.

د بېجينګ په دارالمعلمين کې پوهنتون د نوي سمسوري بازار د څېړنيز انسټيټيوټ مشر هو بي ليانګ په دی اند دي چې د ورېښمو لارې صندوق په شان همداسې ځانګړي صندوقونه په نړيوالې پولي همکارۍ کې ډېر پټ ځواک لري.هغه وويل (اواز..........) ځکه چې دغو هېوادونو د يوه ډول يا څو ډولونو توليداتو توليدولو ته پاملرنه کړې ، همدغسې ځانګړي صندوقونه د عمده چارو د پرمختګ لپاره ګټور دي. د ورېښمو لارې صندوق د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو او بشپړولو لپاره ډېر مهم دی .

د ياد راپور له مخې له ٢٠٠٩ کال راهيسې د نړيوالې سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د ژن مين بي يوانو د کارونې پيمانه او چوکاټ پراخ شوی ،خو عمده يې د چين په هانکانګ، تايوان، مکاو او سينګاپور کې کارول کيږي ،خو د روان کال په اکتوبر مياشت کې د پولونو د ايستلو په ځانګړي امتيازونو کې تر شاملېدو وروسته د کارپوهانو د اټکل له مخې د يوانو کارونه زياته شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای