CRI Online

چين به د کورونو بازار د ثابت پرمختګ لپاره دايمي اغيزمن ميکانيزم جوړ کړي

cri     (GMT+08:00) 2016-12-16 16:03:56

د چين د مرکزي حکومت د اقتصاد کاري غونډې د تر سره کېدو په وخت کې د کورونو بازار د ثابت پرمختګ لپاره د داسې دايمی اغيزمن ميکانيزم جوړ شو چې د چين له حالت او بازاري اصول سره سمون لري، د ډېرې پاملرنې وړ دی. د اړوندو شخصيتونو په اند امکان شته چې د کورونو بازار د کنټرولو کارونه به په راتلونکي کال کې د اقتصادي کارونو مهم ټکی وګرځي او د کورونو او خاورو برابرولو، پولي چارو، د کورونو مالياتو او د نوي شکل د ښارونو او علاقه دارې کېدو په شمول د يو لړ ميکانيزمونو جوړول بايد چټک شي او د دايمی اغيزمن ميکانيزم له لارې دې د بازار د ثابتوالي اټکلي لارښوونه وشي.

د کورونو بيې د لوړوالي سرعت د مخنيوي لپاره د چين د زياتو ځايونو حکومتونو په وار سره کنټرولونکي تدبيرونه غوره کړي چې له مخې يې د کورونو بازار ارام شوی دی. د جه جيانګ ولايت د کورونو د پير او پلور لارښوونکي شرکت يوه کارکوونکي وايي چې اوس د کورونو اخيستونکو شمېر په څرګنده توګه کم شوی دی. (اواز)

د سپتمبر په مياشت کې د کورونو اخيستلو په بازار کې بيخی د خلکو تر منځ سيالې وه، خو اوس دغه حالت ارام شوی دی.

د مسلکي څيړونکو په نظر د کورونو په بازار کې د دايمی اغيزمن ميکانيزم جوړول نه يوازې په دغه بازار کې بلکی په هراړخيزه توګه دې اصلاحات تر سره شي چې مرکزي او ځايي حکومتونو ته د مالياتو ويشل، د ځايي حکومتونو د خاورو مالي ميکانيزم او د کورونو ماليات جوړول او داسي نور.

د شانګهای د يي جوی د کورونو انستيټيوټ مرستيال يانګ هونګ شوی وويل وويل د اټکل ثابتوالي، د پانګونو او احتکار کمول د کورونو بازار د ثابت پرمختګ لپاره ډېر مهم دی. (اواز)

په تېر يو کال کې د کورونو بيو ډېر زياتوالي د پانګونو او احتکار له وړتياوو سره اړيکې درلودې. نو تل مو د کورونو مالياتو اصلاحات هڅونه کړی چې د مالياتو ميکانيزم اصلاحات او ډيزان به د پانګونو او احتکار اندازې د کموالي لپاره رول لري، نو بايد د دايمی اغيزمن ميکانيزم په لور ګام پورته شي.

د اړوند پلان له مخې به په راتلونکو پنځو کلونو کې چين د کورونو چارو قانون جوړولو هڅونه وکړي او په عين وخت کې د کورونو برابرولو سيستم بشپړ کړي. د هوا شيا د نوې عرضې اقتصاد پوه د څيړنيزې ټولنې لومړی اقتصادی کارپوه جيا کانګ دا نظر لري چې په يوازنې ډول د کورونو ماليات رول نه لري او بايد د خاورو له ميکانيزم سره سيستماتيک ميکانيزم جوړ شي. (اواز)

يوازې د تګلارو له لارې کنټرول او يوازې د کورونو اخيستلو او د کريدت په ترڅ کې محدوديت مسئلې نه شي حل کولی، خو يوازې په لنډ مهالي ډول دغه مسئله ښه والی راوستلی شي. بايد په اغيزمنه توګه د عرضې ميکانيزم تنظيم شي، په دوه اړخيزه توګه دې کارونه پياوړي شي، د مالياتو ګټلو لپاره دې قانون جوړ شي او دا وخت ته اړتيا لري. که په راتلونکي کې د قانون له مخې د لومړي پړاو څارنه پيل شي، د دريم او څلورم پړاونو د څارنې کارونه په شاو خوا يو کال کې بشپړيدای شي.

د کورونو په بازار کې اړوند مسلکي کارپوهان په راتلونکې کې د کورونو بازار د ثابت او سالم پرمختګ په هکله خوشبين دی. د شانګهای د يي جوی د کورونو انستيټيوټ مرستيال يانګ هونګ شوی وويل (اواز)

دايمی اغيزمن ميکانيزم نه يوازې يوه موخه ده بلکی يوه هيله هم ده. د دغه ميکانيزم جوړول اوږد بهير ته اړتيا لري. په لنډ مهال کې د کورونو بازار ناثابتوالی د کنټرول لپاره بايد ځيني تدبيرونه ونيول شي، اټکل کېږي چې په راتلونکې کال کې په ښارونو کې د کورونو بازار د ډېر تودوالي د مخنيوي لپاره به دواملرونکي تدبيرونه غوره شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای