CRI Online

چين به په راتلونکي کال کې د توليد او اړتياوو د جوړښت اصلاحات ژور کړي او ورخلاصون او اقتصادي همکارۍ به پرمخ يوسي

cri     (GMT+08:00) 2016-12-19 16:35:03

د چين د ملي پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې مسئول پدې وروستيو ورځو کې په بېجينګ کې وويل، چې اوسمهال د چين اقتصاد په مناسبه ساحه کې پرمختګ کوي، له اړتياوو نه د زيات توليدي توان، د غير منقوله اموالو د ذخيرې اود ليوريج (leverage)په نامه د ځانګړو اقصادي وسايلو د له منځه وړولو، د سر بيې د راټيټولو او د کمزورو برخو د ښه والي په برخو کې ډېرې لاسته راوړنې لري، دغه راز د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په مشرۍ د اقتصادي ورخلاصون سويه هم لاپسې لوړه شوې ده،په ٢٠١٧ کال کې به چين د توليد او اړتياوو د جوړښت اصلاحات ژور کړي او ورخلاصون او اقتصادي همکارۍ به پرمخ بوځي.

د چين د ملي پرمختګ او اصلاحاتو په اړه دوه ورځنۍ کاري غونډه دسمبر په ١٨ مه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسيده. د چين د ملي پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې رئيس شيو شاو شي په دې غونډه کې وويل، چې په ٢٠١٦ کال کې چين د توليد او اړتياوو جوړښت ډېر اصلاح کړی دی.

((سږکال ٤٥٠ لکو ټنو اوسپنو او فولادو او ٢٥٠ مليونو ټنو سکرو کمښت پيدا کړی چې کموالی يې له ټاکلو موخو نه زيات شوی دی. د غير منقوله اموالو د ذخيرې د له منځه وړولو په برخه کې له تېر مار چ نه پرله پسې نهو مياشتو کې د کورونو د پلورلو مساحت کم شوی دی. د ليوريج (leverage)په نامه د اقصادي وسايلو د له منځه وړولوپه برخه کې پولي ارګانونو او اړوندو تصديو په ګډې همکارۍ ډېرې هڅې کړي او په ځينو سيمو کې د پورونو په بيه د اسهامو د تبادلې پروژې په سالمه توګه بشپړې شوې دي. د سربيې د ټيټوالي په برخه کې حکومت د مالياتو او د برېښنا بيې په شمول اړوند فيسونه کم کړي چې په اثر يې د تصديو په مصارفو کې څه باندې ٣٠٠ مليارډه ژن مين بي يوان سپمېدلي دي. دغه راز د بې وزلۍ د له منځه وړلو او له مصيبتو وروسته د مصيبت ځپلو سيمو د بيا رغونې په برخو کې ډېرې هڅې هم شوې دي او هغه موخه به ژر بشپړه شي چې له مخې به يې د ٢٠١٦ کال په اوږدو کې ١٠ مليونه بزګران له بې وزلۍ څخه ووځي.))

د دې ترڅنګ د يو کمربند او يوې لارې ابادي له وړاندوينې نه ډېره چټکه شوې ده، د ښاغلي شيو شاو شي په وينا تراوسه تر يو سل زيات هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د يو کمربند او يوې لارې له طرحې څخه ملاتړ څرګند کړی او پدې اړوند څه باندې ٤٠ همکاريز تړونونه يې لاسليک کړي دي.

((عمومي طرحه بشپړه شوې ده، د شپږو دهليزونو، شپږو لارو او د ګڼو هېوادونو د ګڼو بندرونو د جوړولو په اړه پروژه په سالمه توګه روانه ده، دغه راز د ستراتيژيو او پلانونو ترمنځ پيوستون هم ډېره ښه اغېزه رامنځته کړې ده. چين له څه باندې ٤٠ هېوادونو او سيمو د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په اړه همکاريز تړونونه لاسليک کړي، د چين او اړوندو نړيوالو سازمانونو او هېوادونو ترمنځ دوه او يا څو اړخيزې همکاريزې پروژې هم په ښه توګه روانې دي ، دغه راز د چين او اروپا ترمنځ له ٢٥٠٠ نه د زياتو اورګاډو تګ راتګ پيل شوی دی.))

ښاغلي شيو شاو شي وويل، چې چين به په ٢٠١٧ کال کې د توليد او اړتياوو د جوړښت اصلاحاتو ته دوام ورکړي او په عين وخت کې به د اقتصاد د دوامدار او سالم پرمختګ لپاره زياتې هڅې وکړي.

((له يوې خوا په راتلونکي کال کې به د نړيوال اقتصاد زياته بې ثباتي او نامعلومتيا ښکاره شي،دغه عوامل به د پانګونې، سوداګرۍ او د سرمايې د وتلو له لارې د چين پر اقتصاد منفي اغېزې وکړي او د بهرنۍ سوداګرۍ، د بهرنيو پانګو د جلب او جذب، د پيسو تبادلوي ارزښت او د بهرنيو اسعارو ذخيرې د ثبات ساتلو په برخو کې چين له زياتو ستونزو سره مخامخ کړي. له بلې خوا د نړيوال اقتصاد د اداري جوړښت او سيستم اصلاحات به چين ته نوي چانسونه ورسوي، د يوه کمربند او يوې لارې ابادي د اقتصاد د نړيوال کېدو ، د پانګونو د اسانېدو او د ازادې سوداګرۍ لپاره ګټور ه ده،دغه راز بهرنيو هېوادونو ته به تر کورنيو اړتياوو زيات توليدي ظرفيت ورکړي د چين تجهيزات ، تخنيکونه او خدمتونه به خپاره کړي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای