د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د دسمبر په ١٩مه نېټه د پاکستان د مسلم ليګ له رئيس او د دغه هېواد صدراعظم نواز شريف په اسلام أباد کې د چين د کمونېست ګوند د دوستانه پلاوي له مشر شنګ شياو سونګ سره وکتل.
شريف وويل چې پاکستان غواړي په پوره توګه د پاکستان او چين ترمنځ اقتصادي دهليز اباد کړي او د دواړو هېوادونو د واکمنو ګوندونو ترمنځ تګ راتګ پياوړی کړي.جنګ شياو سونګ وويل چې د چين کمونېست ګوند غواړي د مسلم ليګ په ګډون د پاکستان له بېلا بېلو ګوندونو سره د نظريو تبادله وکړي تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ټينګې شي.جنګ شياو سونګ د پاکستان د عمده ګوندونو له مشرانو سره هم وکتل.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |