CRI Online

د چين نړيوالې راډيو ځايي خپرونې په پاکستان کې په بريالۍ توګه پيل شوې

cri     (GMT+08:00) 2016-12-20 12:04:23


په مراسمو کې د ګډون کوونکو ګډ انځور

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،پر ځايي وخت د دسمبر د ١٩مې نېټې تر غرمې وروسته د چين د نړيوالې راډيو د اېف اېم ٩٨ د څپو له لارې د چين او پاکستان تر منځ د دوستانه راډيو ځايي خپرونې د پيل مراسم په اسلام أباد کې تر سره شول.په پاکستان کې د چين د سفارت شارژدافير جاو لي جيان،د چين نړيوالې راډيو مرستيال هو بانګ شنګ او د پاکستان د دولتي راډيو مشر خورشيد احمد مالک په ګډون د چين او پاکستان څه د پاسه ١٠٠ استازو په مراسمو کې ګډون درلود.

ښاغلي جاو لي جيان وويل چې روان کال د چين او پاکستان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٦٥مې کاليزې سره برابر دی.د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ لپاره نوی خوځنده ځواک برابر کړی،د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه همکاري طلايي مرحلې ته ننوتلې ده.

د چين نړيوالې راډيو مرستيال هو بانګ شنګ په خپله وينا کې وويل چې د اېف اېم ٩٨ د څپو له لارې د چين او پاکستان تر منځ د دوستانه راډيو د چين نړيوالې راډيو او د پاکستان د راډيويي شرکت ترمنځ همکاريزه پروژه ده،د ځايي خپرونې له خپرولو څخه څرګندېږي چې د دواړو خواوو ترمنځ همکاري ژوره شوې ده.د چين او پاکستان خبري رسنۍ مسؤليت او دندې لري چې خپلمنځي تګ راتګ پياوړی کړي او د دواړو هېوادونو د اورېدونکو لپاره ښه مطالب وړاندې کړي تر څو خپلمنځي تفاهم او ګډې نظريې پياوړې شي. (ليلا)


په پاکستان کې د چين د سفارت شارژدافير جاو لي جيان د وينا په ترڅ کې 


د چين نړيوالې راډيو مرستيال هو بانګ ياو د وينا په ترڅ کې


د پاکستان د ملي راډيو مشر د وينا په ترڅ کې


د دواړو خواوو استازي په ګډه کېک پرې کوي 


د پاکستان د ماشومانو هنري ډله د سندرې ويلو په حال کې  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای