CRI Online

په ترکيه کې د روسيې سفير ووژل شو

cri     (GMT+08:00) 2016-12-20 14:36:13

په ترکيه کې د روسيې لوی سفير اندري کارلوف د دسمبر د ١٩ مې نېټې په شپه د ترکيې په پلازمينه انقره کې يوه فعاليت کې د ګډون په ترڅ کې وويشتل او ووژل شو. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په همدې شپه په کلکه د ترهګرو جنايت وغانده او ويې ويل چې د دغه ترهګريز بريد د طرحه کوونکو هغه هدف چې د دغه بريد په وسيله د روسيې او ترکيې ترمنځ د اړيکو خرابول دي، نه شي ترسره کيدای.

د ترکيې د کورنيو چارو وزير سلمان سويلو، د روغتيا وزير رجب اکداګ او د دفاع وزيراسيک کوسانير د ١٩ مې نېټې په شپه په هغه روغتون کې چې د دغې پېښې ټپيان پکې تر علاج لاندې دي، يوه لنډه مطبوعاتي غونډه جوړه کړه. سلمان سويلو وويل، دغه بريد پر ځايي وخت په ١٩ مه نېټه د شپې په اوو بجو او پنځو دقيقو وشو ، اندري کارلوف روغتون ته ليږدول شوی و ،خو د سختو ټپونو له امله يې ساه ورکړه، په دې پېښه کې د دريو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ نه دی.

د معلوماتو له مخې، کارلوف په همدې شپه د يوه نندارتون پرانيستونکو مراسمو ته د وينا پر مهال وويشتل شو، ورپسې ترکي پوليسو او ترهګرۍ ضدځانګړو ځواکونو د پېښې ځای کلابند کړ . بريدګر يو ٢٢ کلن ترکي پوليس دی او ځای پر ځای له پوليسو سره په ډزو کې ووژل شو. نوموړي پر کارلوف له ډزې وروسته دغه نارې ووله چې حلب هير نه کړئ! سوريه هيره نه کړئ، موږ غمځپلي يو، تاسو هم نه شي کولای ښه ژوند وکړئ.

د ١٩ مې نېټې په شپه د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د کارلوف خپلوانو ته خپله ژوره خواشيني څرګنده کړه او په ترکيه کې د لوی سفير په توګه د کارلوف د غوره خدمتونو له امله يې د بهرنيو چارو له وزارت څخه غوښتنه وکړه چې نومړي ته دې ملي نښان ورکړي. همدارنګه پوتين د کارلوف وژنه د ترهګرو يوه داسې قبيحه کړنه وبلله چې له لارې يې د روسيې او ترکيې ترمنځ د اړيکو د عادي کېدو او د سوريې د سولې بهير مخنيوی غواړي. پوتين وويل، دغې پېښې ته زموږ يوازينی ځواب دا دی چې پر ترهګرو به بريدونه پياوړي کړو.

د روسيې د ولسمشر خبري سکريتر دميتري پيسکوف په همدې شپه وويل، چې پوتين د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره پدې پېښې تليفوني خبرې کړې او دواړه خواوې موافقې ته رسيدلې چې د دواړو هېوادونو د ډيپلوماټانو ساتنه به پياوړې کړي . روسيې انقرې ته د دغې پېښې د پلټنې لپاره يوه پلټونکې ډله ليږدلې ده. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخارووا وويل، يو شمېر هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د کارلوف د وژنې له امله روسيې ته د خواخوږۍ پيغامونه ليږلي او په کلکه يې دغه ترهګريز بريد غندلی دی.

د م م د امنيت شورا او د م م سرمنشي بانکي مون هم په ١٩ مه نېټه په جلاجلا توګه د اعلاميې په خپرولو سره دغه پېښه وغندله . امنيت شورا د يوې خبري ابلاغيې په خپرولو سره دغه ترهګريز بريد وغانده او پر دې يې ټينګار وکړ چې بريدګر ، د بريد جوړوونکي، مرسته کوونکي او پلويان بايد د قانون منګولو ته وسپارل شي. همدارنګه امنيت شورا يو ځل بيا پر هغه بنسټيز اصل چې له مخې يې ډيپلوماټان مصئون کيدونکی دي او د ميشتو هېوادونو حکومتونو پر دندو يې ټينګار وکړ.

بانکي مون په همدې ورځ د خپل وياند له لارې د اعلاميې په خپرولو سره د کارلوف خپلوانو او د روسيې حکومت او خلکو ته د ژورې همدردۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل او پر دې يې ټينګار وکړ چې په هر دليل د ډيپلوماټانو او ولسي وګړو په نښه شوي بريدونه له پړې نه نه شي خلاصېدای، نوموړي هيله وښوده چې په دې پېښه کې ټپيان ژر ترژره روغ او جوړ شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای