د سين هوا اژانس د خبر له مخې،په م م د چين د دايمي استازي مرستيال وو های تاو د دسمبر په ١٩مه نېټه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې په پر له پسې توګه له افغانستان څخه ملاتړ وکړي.
وو های تاو په همدې ورځ د افغان مسئلې په اړه د امنيت شورا په غونډه کې وويل چې نړيواله ټولنه دې په پوره توګه د افغانستان د امنيتي ځواکونو د تشکيلاتو ملاتړ وکړي تر څو د افغانستان د دفاع او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې توان پياوړی شي او په موثره توګه له ترهګرۍ او د نشه يي توکو له قاچاق سره مقابله وکړي.چين هيله لري چې سيمه ييز هېوادونه به په پر له پسې توګه له افغانستان سره د امنيت په برخه کې همکاري وکړي.د افغانستان،پاکستان،چين او امريکا په ګډون د همغږۍ ډله به په پر له پسې توګه د افغانستان د روغې جوړې بهير لپاره فعال رول ولوبوي.
وو های تاو وويل چين هيله لري چې نړيواله ټولنه به په اغېزمنه توګه خپله ژمنه پوره کړي او د افغانستان د پرمختګ له ستراتيژۍ او له مشخصو غوښتنو سره سم مرستې به برابرې کړي.چين به له افغان حکومت سره د يوه کمربند او يوې لارې د ابادولو يادښت پلی کړي او د اقتصاد او سوداګرۍ،انرژۍ او د بنسټيزو تاسيساتو په برخو کې به خپلمنځي همکاري پياوړې کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |