CRI Online

په افغانستان کې د زعفران د کښت مساحت ډېر پراخ شوی

cri     (GMT+08:00) 2016-12-20 16:26:18

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د حکومتي خبري رسنيو او معلوماتو مرکز څو ورځې مخکې وويل، له دې امله چې افغان حکومت د تېرو کلونو راهيسې د بزګرانو له خوا د زعفران کښت هڅولی، په ٢٠١٦ کال کې په افغانستان کې د زعفران د کښت مساحت ډېر پراخ شوی دی.

د ياد مرکز له خوا د خپرې شوې شمېرنې له مخې، سږ کال په افغانستان کې د زعفران د کرلو مساحت ٢٨١١ هيکتارو ته رسيدلی چې په تېرو ١٥ کلونو کې منځنی مساحت يې يوازې ١٠٢٠ هکتاره و. د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه ٣١ ولايتونو کې د زعفران کښت شتون لري.

په روان کال کې افغان حکومتي څانګې د چين د کيفيت د څارنې له عمومي ادارې سره چين ته د افغان زعفران د صادرولو تړون لاسليک کړ.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای