CRI Online

يو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2016-12-21 09:37:01

افغان نولس کلنو په هند کې د تمریناتو پر مهال د ډیلي پینترز لوبډلې ته په ۴۵ اوریزه تمریناتي لوبه کې ماتې ورکړه.

د لوبې پچه افغان نولس کلونو وګټله او خپله یې د بالینګ پریکړه وکړه. مقابلې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۳۷ منډې جوړې کړې.

د افغان نولس کلنو څخه شمس ۳، پرویز ۲، یوسف، قیس او ظاهر پکتین یو یو لوبغاړی وسوځاوو.

افغان نولس کلونو لوبډلې په اسانۍ سره په ۱۷ اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځیدو سره یاد هدف پوره کړ، چې زیاتې منډې په کې ابراهیم، ۳۹، درویش ۳۳ او نوید عبید ۳۲ منډې جوړې کړې او لوبه یې په خپله بریا سره پای ته ورسوله

د یادونې وړ ده چې دغه لوبه د ډیلي په ګریټر نویدا لوبغالي کې ترسره شوه.

افغان لوبڅار احمد شاه پکتین به د افغانستان کرکټ لوبډلې او انګلینډ لاین په څلور ورځنۍ لوبه کې لوبڅاري وکړي.

د افغان کرکټ ملي لوبډلې او انګلینډ لاین لوبډلې ترمنځ د راروانې څلور ورځنې لوبه چې د ډسمبر میاشت پر ۷ نېټه به په متحده عرب امارتو ابو ظبۍ کې به ترسره شي، په دغه سیالۍ کې به احمد شاه پکتین د لوبڅارۍ دنده ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس شفیق الله ستانیکزي وویل چې زموږ ستر پلان همدا دی چې د کرکټ د ودې او مسلکي پراختیا لپاره د کرکټ په هره برخه کې د خپلو استعدادونو پر پیاوړتیا کار وکړو اود پرمختګ زمینې ورته برابرې کړو.

د نوموړ ي په خبره، زموږ هڅو تر دې مهاله ښې لاس ته راوړنې لرلې دي، چې ښه بېلګه یې افغان لوبڅار احمدشاه پکتین دی چې د روانې ډسمبر میاشتې په ۷ نېټه به د افغان کرکټ لوبډلې او انګلینډ لاین لوبډلې په څلور ورځنۍ لوبه کې لوبڅاري وکړي.

د یادونې وړ ده چې احمدشاه پکتین به له دغې سیالۍ وروسته سریلانکا ته سفر وکړي او هلته به د نولس کلنو په اسیايي جام سیالیو کې د لوبڅارۍ دنده ترسره کړي.

هیره دې نه وي چې احمدشاه پکتین له ۲۰۱۳ کال څخه په بېلا بېلو سياليوکېلوبڅار پاتې شوی دی چې په مالیزیا کې د نولس کلنو د غوراوي سیالیو، په متحده عرب اماراتو کې د نولس کلنو اسيايي جام لوبو کې، همدا ډول په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان او کينيا په شل اوریزه لوبه کې، په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان او اسټرالیا په لوبه کې د څلورم لوبڅار په حیث او په هندوستان کې د کانټينینټل جام سیالیو کې د افغانستان او نيمبيا په لوبه کې لوبڅارۍ دنده ترسره کړې ده.

سپین غر د اتلوالۍ جام خپل کړ

د الکوزی - احمدشاه ابدلي څلور ورځینو لوبو پای لوبه کې کوربه لوبډلې سپین غر اتلولي خپله کړه، د لوبې پچه مس عینک لوبډلې لوبډلمشر احسان جنت وګټله او لومړۍ یې د توپ اچونې پریکړه وکړه. سپین غر په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۳۳ منډې جوړې کړې چې زیاتې ۷۷ منډې نقیب ننګرهاري، د مس عینک له لورې فضل نیازي ۶ او ضیالرحمان ۲ لوبغاړ وسوځول.

مس عینک په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۷۲ منډې جوړې کړې چې زیاتې ۷۶ منډې ضیاالحق ، د سپین غر له لورې ظاهر شیرزاد ۵ او فرید مالک ۳ لوبغاړی وسوځول. سپین غر په خپله دوهمه پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۳۰۹ منډې جوړې کړې چې زیاتې ۸۷ نا سوځیدلي ضمیر خان جوړې کړې، د مس عینک له لورې فضل نیازي ۴ او شاهد الله ۳

لوبغاړي وسوځول. مس عینک لوبډله په خپله دوهمه پاڼۍ کې ټاکلي هدف ته ونه رسیدله، د ټولو لس لوبغاړو په سوځیدو سره یې ۲۰۹ منډې جوړې کړې د سپین غر له لورې فرید مالک تر ټولو ښه توپ اچونه ترسره کړه د مس عینک یې ۶ لوبغاړي وسوځول. فرید چې په دواړو پاڼیو کې یې د مس عینک ۱۰ لوبغاړي سوځولي او ۳۳ منډې یې جوړې کړې وې د دې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو،د افغانستان کرکټ بورډ چارواکو دواړو لوبډلو ته د بریا مبارکۍ ترڅنګ له راغلو میلمنو څخه هم مننه وکړه چی د لوبغاړو تشویق په موخه لوبغالي ته ورغلي ول.

د پروګرام په پای کې د کرکټ بورډ له لوري لوبډلو او غوره لوبغاړو ته کپونه او نغدي جایزې ورکړل شوې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای