CRI Online

يو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2016-12-21 09:42:54
افغان نولس کلنو په هند کې د تمريناتو پر مهال د ډيلي له هرينا لوبډلې څخه دويمه ۴۰اووريزه لوبه وګټله.

د لوبې پچه افغان نولس کلنو وګټله او خپله يې د توپووهنې پريکړه وکړه چې په د ټولو اوورونو په لوبولو او د ۷ لوبغاړو په سوځيدو يې ۲۱۰ منډې هدف وټاکه.

له ډلې څخه يې زياتې منډې ابراهيم ۵۷، طارق ۴۸ او نويد عبيد ۳۵

منډې جوړې کړې.

د ډيلي هرينا لويډلې ونه شوای کولای چې د افغان نولس کلنو لوبډلې له خوا ورکړل شوی هدف پوره کړي، د ټولو لوبغاړو په سوځيدو يې په اخير اوور کې د ۳ منډو په توپير لوبه وبايلله او ټولې يې ۲۰۷ منډې جوړې کړې.

د افغان نولس کلنو له خوا شمس ۴، نوين الحق ۲، يوسف ۲ ، مجيب او زاهد يو يو لوبغاړی وسوځاوو.

د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمیټې د متحده عرب اماراتو پرواړندې د دریو شل اوریزو لوبو لپاره د ۱۴ کسیزې لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

دغه ۱۴ کسيزه ملي لوبډله د ټاکنیز کمیټې مشر دولت احمدزي او د همدې کمیټې غړیو، د افغانستان کرکټ مشر روزونکی لاچند راجپوت

او د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزي له لورې په پوره غوره سره انتخاب شوې ده.

دا ملي لوبډله به د عربي اماراتو سره د درې شل اووریزو لوبو سیریز په دوبۍ سپورټ او ای سي سي ګلوبل کرکټ اکاډمۍ کې د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۴، ۱۶ او ۱۸ ترسره کړي.

د متحده عرب اماراتو پروړاندې ۱۴ کسیزه لوبډله په لاندې ډول ده:

اصغر ستانکزی لوبډلمشر، محمدشهزاد ویکټ ساتونکی، نجیب ځدراڼ، راشد ارمان، نجیب ترکی، حضرت ځاځی، عثمان غني، محمد نبي، سمیع الله شینواری، ګلبدین نایب، کریم جنت، افتاب عالم، حمزه هوتک او فرید ملک

بارسلونا له ٢ نامتو لوبغاړو سره قرارداد نوی کوي

تاند- د هسپانیا بارسلونا کلب له نامتو ارجنټایني لوبغاړي لیونیل میسي او یوروګوايي لوبغاړي لوییس سواریز سره خبرې کوي چې دا کلب پرېنږدي.

له بارسلونا سره د ۲۹ کلن میسي قرارداد تر ۲۰۱۸ پوري دی خو دا کلب غواړي چې میسي تر دې ډېر وخت له بارسلونا سره پاتې شي.خو سواریز، چې هغه هم ۲۹ کلن دی، له بارسلونا سره باید ژر قرارداد یو طرفه کړي. بارسلونا نوموړی په ۲۰۱۴ م کال د انګلیستان له لیورپول څخه په ۷۵ ملیون پونډه واخیست. له کله چې نوموړی په بارسلونا کې دی، دا کلب دوه ځلي د هسپانیا د غوره لیګ اتل شوی او یو وار یې د اروپايي لیګ اتلولي ګټلې ده.سواریز د فوټبال په تېر فصل کې ۴۰ ګولونه ووهل او د غوره ګول وهونکي طلايي بوټ یې وګاټه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای