CRI Online

يو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2016-12-21 09:51:33
د افغان کرکټ ملي لوبډلې له متحده عرب اماراتو څخه د ۳ شل اوریزو سیالیو سریز وګاټه.

د افغان کرکټ ملي لوبډلې او متحده عرب اماراتو ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو د سریز وروستۍ لوبې پچه افغان کرکټ ملي لوبډلې وګټله او خپله یې د توپوهنې پریکړه وکړه، چې په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۹۰ منډې هدف وټاکه.

د افغان کرکټ ملې لوبډلې له لوري څخه زیاتې منډې شهزاد محمدي ۴۴ ، نجیب ترکي ۴۰ ، سمیع الله شینواري ۳۹ او عثمان غني ۲۷ منډې جوړې کړې.

د متحده عرب اماراتو ونه شوای کولی چې یاد هدف ته ځان ورسوي د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یې ۱۴۵ منډې جوړې کړې او د ۴۴ منډو په توپیر یې افغان کرکټ ملي لوبډلې ته لوبه وبایلله.

د افغان کرکټ ملي لوبډلې له لوري څخه نبي عیسی خیل او راشد خان درې درې او فرید ملک یو لوبغاړی وسوځاوو .

د یادې لوبې غوره لوبغاړی راشد خان وټاکل شو چې په څلورو اوورونو کې یې ۱۴ منډې ورکړې وې او ۳ لوبغاړي یې سوځولي وو.

پاتې دې نه وي چې ددغه سریز تیرې دوې لوبې افغان کرکټ ملي لوبډلې له متحده عرب امارتو څخه په ۱۴ او ۱۶ د روانې ډسمبر میاشتې ګټلې وې.

د افغانستان نولس کلنو ملي لوبډله د لومړي ځل لپاره د اسیا جام سیالیو نیمه پایلوبې ته ووته.

د افغان نولس کلنو ملي لوبډلې نن په یوه تاریخي لوبه کې د سینګاپور له خوا ورکړل شوی هدف په څلورو اوورونو کې پوره کړ او تر دې وړاندې یې د پاکستان نولس کلنو لوبډلې څخه لوبه ګټلې وه چې په دې سره افغان نولس کلنو لوبډلې په خپل بې ګروپ کې ۹ پواینټونه جوړ کړي وو.

په بې ګروپ کې افغانستان، بنګله دیش او پاکستان درې واړه ۹ پواینټونه پوره کړل، خو د ښه اوسط له مخې په بې ګروپ کې بنګله دیش لومړي مقام او افغانستان دویم مقام او پاکستان دریم او سینګاپور څلورم مقام خپل کړو، په دې سره د ګروپ اول او دویم مقام لوبډلې د اسیا جام سیالیو نیمه پایلوبې ته ووتلې

د افغان نولس کلنو ملي لوبډله نن د هند نولس کلنو لوبډلې سره نيمه پايلوبه ترسره کوي

د نولس کلنو ملي لوبډلې روزونکی دولت احمدزی وايي چې د افغان نولس کلنو ملي لوبډله د هند د نولس کلنو لوبډلې سره سيالۍ ته پوره چمتوالی لري. دا مهال د سريلانکا په پرماډيسا لوبغالي کې تمرينات تر سره کوي.

نوموړي زياته کړه چې نن به د افغان نولس کلنو ملي لوبډله په قوي مورال د لوبې ډګرته ووځي.

ديادونې وړ ده چې د افغانستان نولس کلنو ملي لوبډله د لومړي ځل له پاره د اسیا جام سیالیو نیمه پایلوبې ته ووته.

د افغان نولس کلنو ملي لوبډلې په یوه تاریخي لوبه کې د سینګاپور له خوا ورکړل شوی هدف په څلورو اوورونو کې پوره کړ او تر هغې وړاندې یې د پاکستان نولس کلنو لوبډلې څخه لوبه ګټلې وه چې په دې سره افغان نولس کلنو لوبډلې په خپل بې ګروپ کې ۹ پواینټونه جوړ کړي وو.

په بې ګروپ کې افغانستان، بنګله دیش او پاکستان درې واړه ۹ پواینټونه پوره کړل، خو د ښه اوسط له مخې په بې ګروپ کې بنګله دیش لومړی، افغانستان دویم، پاکستان دریم او سینګاپور څلورم مقام ونيو په دې سره د ګروپ اول او دویم مقام لوبډلې د اسیا جام سیالیو نیمه پایلوبې ته ووتلې

د کرېکټ بورډ نوي مشر د لوبغاړو غوراوي لپاره د خپلواکې کمېټې جوړولو ژمنه وکړه

د افغانستان د کرېکټ بورډ نوی ټاکل شوی مشر شکرالله عاطف مشعل وايي، د لوبغاړو د غوراوي لپاره به خلپواکه کمېټه جوړوي او له لوبغاړو او لوبپوهانو سره د سلا مشورو له لارې به د کرېکټ د پرمختګ لپاره کار کوي.

نوموړي دغه څرګندونې د ده د ټاکل کېدو په غونډه وکړې.

ښاغلي مشعل ژمنه وکړه چې "د ملي لوبډلې لپاره د غوراوي کمېټه به خپلواکه وي، نوموړی وايي په دغه برخه کې به " د هېچا تر فشار لاندې را نه شم، يوه خپلواکه او مسلکي کمېټه به جوړه کړم".

د کرېکټ له يو شمېر لوبغاړو سره د پخواني مشر نسيم الله دانش ناندرۍ د دې لامل شوې چې نوموړی له دندې ګوښه او پر ځای يې شکرالله عاطف مشعل وټاکل شي.

د نوي مشر د ټاکلو په غونډه کې د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار، د ماليې وزير اکليل حکيمي، د ښار جوړونې وزير سيد سادات منصور نادري، د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزی او ګڼو نور کسانو هم ګډون کړی و. د کرېکټ له يو شمېر لوبغاړو سره د پخواني مشر نسيم الله دانش ناندرۍ دمل شوې چې نوموړی له دندې ګوښه او پر ځای يې شکرالله عاطف مشعل وټاکل شي

د افغانستان د مالیې وزیر او د کرېکټ بورډ غړي اکلیل حکیمي وویل، د دغې ادارې نوی مشر د وړتیاوو پر بنسټ غوره شوی دی.

د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار هم د کرېکټ بورډ د نوي مشر د پېژندلو غونډې ته وویل چې په بورډ کې اختلافونه نه د دغه بنسټ په ګټه دي او نه هم د افغان ولس.

د زونونو په کچه د ښونځیو د سیالیو په لړ کې سپين غرلوبډلې د بست لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د بست لوبډلې وګټله او خپله يې د توپوهنې پريکړه وکړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو يې په ټاکلو شلو اوورونو کې ۱۰۴ منډې جوړې کړې.

د سپين غر لوبډلې له لوري ناصر خان درې اوعابد دوه لوبغاړي وسوځول.

د سپين غر لوبډلې په اسانۍ سره وکولای شوای چې د بست له خوا ورکړل شوی هدف د شپږو لوبغاړو په سوځيدو پوره کړي او لوبه په خپله بريا پای ته ورسوي چې تر ټولو زياتې ۳۹منډې په کې عابد وکړې.

د لوبې غوره لوبغاړی عابد وټاکل شو چې د بست لوبډلې دوه لوبغاړي يې سوځولي او د خپلې لوبډلې په ګټه يې ۳۹ منډې جوړې کړې وې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای