CRI Online

د سوريې مسئلې په اړه د ترکيې، روسيې او ايران ترمنځ خبرې اترې په ټاکلي وخت ترسره شوې

cri     (GMT+08:00) 2016-12-21 16:26:18

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د دسمبر د ١٩مې نېټې په شپه په ترکيه کې د روسيې سفير په يو ترهګريز بريد کې په ډزو ووژل شو. دغه پېښه د سوريې مسئلې په هکله د ترکيې، روسيې او ايران تر منځ تر خبرو اترو يوه ورځې مخکې پېښه شوه، خو په دې حال کې دغه خبرې اترې په ټاکلي وخت د دسمبر په ٢٠مه نېټه په مسکو کې ترسره شوې دي.

له مخکني پلان سره سم، دغه خبرې اترې بايد د دسمبر په ٢٧مه نېټه ترسره شي، له دې امله چې د سوريې د حلب د نيولو په جګړه کې د دوی عمليات په عادي توګه روان وو، نو د روسيې او ايران د بهرنيو چارو وزيرانو د دسمبر په ١٧مه نېټه په ټلېفوني خبرو کې پرېکړه کړې چې دغه خبرې اترې به په شلمه نېټه ترسره شي. که څه هم تر خبرو اترو مخکې دغه ترهګريز بريد پېښ شوی، د دريو خواوو د بهرنيو چارو وزيرانو په ټاکلي وخت دغه خبرې اترې ترسره کړې دي. د دسمبر په شلمه نېټه په مسکو کې لومړی د دريو خواوو د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه او د دفاع وزيرانو غونډه په جلا جلا توګه ترسره شوه، بيا وروسته د دغو شپږ وزيرانو ګډه غونډه ترسره شوه. د خبرو اترو عنوان د سوريې وضيعت و.

تر خبرو اترو مخکې، د دريو خواوو د بهرنيو چارو وزيرانو د روسيې وژل شوي سفير کارلوف د عکس په وړاندې ګلونه کيښودل او خپله خواشني يې څرګنده کړه. د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوُروف وويل، د دې پېښې له امله د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په اړه د روسيې ټينګ هوډ لا نور پياوړی شوی دی.

د روسيې د دفاع وزير سيرګي شويګو هم په غونډه کې وويل چې د ترهګرۍ پر ضد د روسيې مبارزه به دوام ولري. ده وويل

(( د ترهګرۍ پر ضد زموږ مبارزه تل روانه ده او دغه عمليات به دوام ولري. باور لرم چې د نړيوالې ټولنې په ګډو کوښښونو سره به موږ حتما څرګند برياليتوبونه تر لاسه کړو. ))

د ترهګرۍ تر غندنې وروسته، شپږو وزيرانو د تړلو دروازو تر شا غونډه وکړه. تر غونډې وروسته يې يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او يوه مطبوعاتي غونډه يې جوړه کړه. د سوريې د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير واليد معلم په دې مطبوعاتي غونډه کې وويل، دا لومړی ځل دی چې ترکيې، روسيې او ايران د سوريې مسئلې په اړه دغه لويه پيمانه لرونکې غونډه ترسره کړه. د دريو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د سوريې په حلب کې د اوربند ميکانيزم د تطبيق او د سوريې نورو سيمو ته د دې ميکانيزم د خپرېدو، په حلب کې د انساني بحران د کمولو او له دې سيمې څخه د عامو وګړيو د ايستلو په شمول موضوعاتو په اړه بحثونه وکړل.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوُروف وويل، د دريو خواوو د بهرنيو چارو وزيرانو په اعلاميه کې پر دې ټينګار شوی چې سوريه يو حاکميت او بشپړې خاورې لرونکی هېواد دی. ده وويل

((اړوندې خواوې بايد د سوريې د حاکميت، بشپړ قلمرو او يووالي درناوی وکړي. موږ ګډ نظر لرو چې بايد د داعش او د فتح الشام جبهې په شمول د تندلارو ډلو پر ضد مبارزې پياوړې کړو، په عين وخت کې دې د سوريې د حکومت ضد بېلا بېلو وسلوالو سازمانونو په وړاندې بېلې رويې غوره کړو. ))

د دريو خواوو د بهرنيو چارو وزيرانو دا څرګنده کړه چې دوی به د سوريې د حکومت او د حکومت ضد وسلوالو سازمانونو تر منځ د خبرو اترو تړون د طرحه کېدو بهير وهڅوي او په دې سيمه کې نورو اغېزه لرونکو هېوادونو ته يې بلنه هم ورکړه چې په دې بهير کې ګډون وکړي. سيرګي لاوُروف په دې اړه وويل

((باور لرو چې دغه تړون به د سوريې د سياسي بهير د پرمخبيولو لپاره ګټوره تمام شي. موږ موافقه کړې ده چې د قزاقستان ولسمشر هغه وړانديز ومنو چې په استانا کې يوه اړونده غونډه ترسره شي. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای