CRI Online

چين او بريټانيې د افغانستان مسئلې په هکله  اعلاميه خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2016-12-22 09:37:09

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين او بريټانيې اتم ستراتيژيکی ديالوګ د دسمبر په ٢٠مه نېټه په لندن کې تر سره شو او بيا وروسته دواړو خواوو د افغانستان مسئلې په هکله يوه اعلاميه خپره کړه. په دې اعلاميه کې پر دې ټينګار شوی، چين او بريټانيې ژمنه کړې چې د افغانستان له حکومت او خلکو څخه به ملاتړ ته دوام ورکړي.

دواړو خواوو په اعلاميه کې  پر دې ټينګار کړی چې بايد د سياسي روغې جوړې له لارې د افغانستان شخړه پای ته ورسېږي دوی موافقه وکړه چې له افغان حکومت سره درې اړخيزه همکاري وکړي. دواړه خواوې به د استامبول بهير په شمول د ميکانيزمونو په چوکاټ کې په دوامداره توګه د افغانستان له شاوخوا هېوادونو سره همکاري پياوړې کړي چې د اقتصادي پرمختګ او امنيتي حالت د ښه والي لپاره له افغانستان سره مرستې وکړي.

 اعلاميه زياتوي، چين او بريتانيه به د ترهګريزو ډلو او وسلوالو سازمانونو لخوا د وسلو او پيسو د تر لاسه کېدو د مخنيوي لپاره په ګډه کوښښ وکړي، څرنګه چې دوی هم د ترهګرۍ له تهديد سره مخ دي، نو د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره مرسته کول د چين او بريتانيې له ګډو ګټو سره سمون خوري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای