CRI Online

اروپايي ټولنه له ترهګرو سره د مرستندويه لارو چارو د پرې کولو لپاره مشخص تدبيرونه نيسي

cri     (GMT+08:00) 2016-12-22 17:02:23

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې کميسيون د دسمبر په ٢١مه نېټه د يو لړ نويو قوانينو د جوړولو وړانديزونه وکړل او هيله يې وښوده چې اروپايي ټولنه د پيسو د مينځلو د مخنيوي، د ناقانونه پيسو د ليږد راليږد د کنټرول او د ناقانونه پانګو د ګنګل په برخو کې د قانوني چوکاټ په بشپړتيا سره له ترهګرۍ سره د پانګونې د ځپلو توان پياوړی کړي. دا د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په اړه د اروپايي ټولنې کلکه رويه ده.

اوس اروپايان د کريسمس او نوي کال د هر کلی لپاره په تياريانو بوخت دي. خو په وروستيو ورځو کې د جرمني په برلين کې پر کريسمس مارکيټ ترهګريز بريد وشو چې له امله يې سخته مرګژوبله رامنځته شوه. له دې نه پرته، په روان کال کې د بلژيک په پلازمينه بروکسيل او د فرانسې په نيس ښار کې هم ترهګريز بريدونه پېښ شول، نو د ترهګرۍ پر ضد د مبارزي په اړه د اروپايي ټولنې فشارونه ډېر سخت شوي. له تېر کال راهيسې، اروپايي ټولنې يو لړ قوانين تعديل کړي، د کورني امنيتي تګلارو د يووالي لپاره يې کوښښ کړی او د سرحداتو د اداري ارګانونو دندې يې پياوړې کړي چې د ترهګرۍ د ځپلو او د جرمونو د مخنيوي په برخو کې يې ځيني برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

له ترهګرۍ سره د مرستندويه عملياتو د ځپلو لپاره د اروپايي ټولنې کميسيون د دسمبر په ٢١مه نېټه يو لړ مشخص وړانديزونه کړي ،. د دې کميسيون غړې ويرا يوروا په همدې ورځ خبريالانو ته وويل، کله چې د ترهګرو پانګې وپلټل شي، نو اروپايي ټولنه بايد سمدلاسه د ترهګريزو بريدنو د مخنيوي لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي. له دې امله چې اوس د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو ترمنځ د يو بل منونکي اعتباري مقررات نه دي جوړ شوي ، نو په اغيزمن ډول په ترهګريزو پېښو کې د استعماليدونکو پيسو مخه نه شي نيول کېداې. په عين وخت کې کابو اته نوي اعشاريه نهه سلنه ناقانونه ګټې د ترهګرو لخوا په ازاده توګه کارول کېږي.هغې خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې د نويو مقرراتو په فعالېدو سره به دغه حالت بدل شي. دې وويل

(( د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو ترمنځ يو د بل منونکو مقرراتو له مخې، په ټولو غړو هېوادونو کې هغه بانکي حسابونه چې په ترهګريزو سازمانونو پورې اړه لري، بايد تر ٤٨ ساعتو پورې کنګل شي. دا د عدليې چارو په برخه کې د غړو هېوادونو په منځ کې د اغېزمنې همکارۍ لپاره يو لوی ګام دی. ))

نوموړې وويل، په همدې ورځ وړاندې شوي مشخص تدبيرونه په دريو برخو پورې اړه لري، لومړی دا چې د غړو هېوادونو تر منځ د اړوندو تدبيرونو د منلو مرحله بايد ګړندۍ شي ، دوهم دا چې د نويو مقرراتو په تطبيق سره به يو شمېر حقوقي نيمګړتياوې پوره شي ، دريم دا چې د نويو مقرراتو له مخې به په بريد کې زيان رسوونکو کسانو ته غرامت د لومړيتوب حق ورکړی شي .

د اروپايي ټولنې د کميسيون په اړه د کډوالو او عامو وګړو د چارو غړي اويراموپوليس په خبري ناسته کې وويل

(( موږ د ترهګريزو جرمونو په اړه دوسيو کې د شينګن پوليسي سيستم د تطبيق مشخصه دنده پلې کوو او د څارنې او پوښتنې په هکله د نامعلومو توقيف کېدونکو مجرمينو د تشخيص پرېکړه نيسو. د يادې دندې ترسره کول به په سرحداتو کې د نورو هېوادونو وګړو د مخنيوي امر د تطبيق لپاره ګټور وي . ))

اموپوليس په تاکيد سره وويل چې له ترهګرۍ سره مبارزه نه يوازې د اروپايي ټولنې ننګونه ده ، بلکې د ټولو نړيوالو لپاره . ازادي او امنيت لنډه دا چې د يوې سکې دوه مخونه دي . د اروپايي ټولنې د دروازې خلاصون نه دا چې د امنيت د پرېښودلو په قيمت او د امنيت ساتنه هم نه دا چې د خلاصون او صبر او حوصلې په بيه تر لاسه شي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای