د سين هوا اژانس د دسمبر په ۲۲مه نيټه د افغان پوليسوپه قول خبر ورکړ چې د ۲۱مې نيټې په شپه په کابل کې د يو پارلماني غړي پر استوګنځاي بريد وشو چې له امله يې د ۳ بريد ګرو په شمول ۱۱ تنه وژل شوي دي.
د خبر له مخې، د ۲۱مې نيټې په شپه له هلمند ولايت څخه د راغلي پارلماني غړي مير ولي پر کور بريد وشو. يو بريدګر د دروازې پر مخ پر خپل ځان تړلي بمي توکي وچاوول، وروسته دوه همکاران يې د پارلماني غړي کور ته ننوتل. دغه دوه بريدګر بيا د جګړې په ترڅ کې د امنيتي ځواکونو لخوا په ډزو وژل شوي دي.
د پوليسو په قول، د بريد په وخت کې د هلمند ولايت امنيتي چارواکو او ځايي قومي مشرانو سره د مير ولي په کور کې غونډه درلوده. د ولي دوه لمسي، دوه قومي مشران، د يو بل پارلماني غړي زوی، يو ماشوم او دوه امنيتي کارکوونکي په بريد کې وژل شوي او د مير ولي په شمول ۷ تنه ټپيان شوي دي.
افغان طالبانو د دغه بريد پړه پر غاړه واخيستله.
افغان ولسمشر غني تر پېښې وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دغه بريد سخته غندنه او پرې د جدي پلټنې غوښتنه يې وکړه.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |