CRI Online

چيني تاجران : د سيالۍ اصلي توان، نوښت او له سرچينو ښه استعمال بهر ته د چيني تصديو د ودې کليدي عوامل دي

cri     (GMT+08:00) 2016-12-23 16:03:01

ګرانو اوريدونکو، سلام، زه .. يم او اوس ستاسې پام رااړوم نننۍ تبصرې ته .

د چين نړيوالې سوداګرۍ کلنۍ غونډه چې بهر ته د چيني تصديو د پانګونو معلوماتو د خپرولو په برخه کې يې ډېر مهم رول لوبولی، د دسمبر په ٢٢ مه نېټه په بېجينګ کې ترسره شوه چې اصلي موضوع يې وه د چيني تصديو لارښوونکی رول جوړول .

د غير منقوله اموالو، نساجۍ، د تجهيزاتو جوړولو، عصري تخنيکونو په اړه مشهورو تاجران په دې غونډه کې ګډون وکړ او دغه ګډ نظر يې څرګند کړ چې د سيالۍ اصلي توان، نوښت او د سرچينو يو ځای کول بهر ته د چيني تصديو د ودې کليدي عوامل دي.

د روان کال په لومړيو يوولسو مياشتو کې چيني پانګه اچوونکو تر ١٠٠٠ مليارډو ژن مين بي يوانو زياتې غير مالي مستقيمې پانګې اچولي چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٥٥.٣٪ زيات شوی دی.که څه هم اوسنی نړيوال چاپيريال له ډېرونامعلوم برخليک سره مخامخ دی، خو بهر ته د چيني تصديو د ودې تمايل نه دی بدل شوی.د همدې ورځې په کلنۍ غونډه کې د وان که په نامه د چين د مشهور غير منقوله اموالو ګروپ رئيس وانګ شي وويل، د ده ګروپ د نړيوال کېدو بهير نسبتأ سالم دی او دا نه يوازې د خپلو توليداتو د سيالۍ له توان ، بلکې د تصدۍ له بې غښتليا څخه ګټې اخلي. نوموړي پدې اړه وويل:

(( زما په اند د توليداتو د سيالۍ ځواک د يوې تصدۍ لپاره ډېر مهم دی او دغه ځواک په عمده توګه له کيفيت او بيې څخه جوړوي. د کورنيو سامانونو يا د معلوماتي تکنالوژۍ نړيواله سيالي په ډېر شدت روانه ده. که څه هم ډېر وخت نه کيږي چې زموږ ګروپ وان که په بهرنيو هېوادونو کې پانګونه کوي، خو زما په اند زموږ پانګونه په ډېره سالمه توګه روانه ده او له دې څخه موږ دوه مهم ټکي يعنې د تړون روحيه او اعتماد پېژندلی دی.((

د چين د جونګ شينګ مخابراتي شرکت مرستيال ليو جيان هم د سيالۍ ځواک ډېر مهم بللی، هغه وايي، که کومه تصدۍ وغواړي بهر ته خپله وده خپره کړي او غښتلی لارښوونکی ځواک پيدا کړي، نو بايد د دوامدار نوښت توان ولري. نوموړي پدې اړه وويل:

((د توليداتو کيفيت د سيالۍ ځواک د غښتليتوب لپاره تر ټولو مهم دی، دغه راز دوامدار نوښت او د حقوقو زياتول د تصدۍ د نړيوال کېدو د برياليتوب لپاره مهم عوامل دي. ))

ښه کيفيت او نوي توليدات لري، خو لاهم تصدۍ د بهرنيو هېوادونو لخوا نه منل کيږي، څه کول په کار دي؟ د چين د سړکونو او پلونو پروژو شرکت له هغو چيني تصديو څخه دی چې ډېر پخوا يې بهرنيو هېوادونو ته خپله وده خپره کړې ده. د دې شرکت منيجر لو شان وايي، د ده شرکت د هنګري او سربيا ترمنځ د رېل پټلۍ پروژې د ټيکې په سر په خبرو اترو کې ګډون کړی و او د دغو خبرو اترو په ترڅ کې مقابلې خوا د دی شرکت پر توان او ميعار شک کړی و. بيا دغه شرکت له يوې بلې غوره نړيوالې تصدۍ سره د همکارۍ له لارې د متقابلې خوا شکونه لېرې کړل. منيجر لو شان پدې اړه وويل:

(( د چين د اورګاډو سرعت پر هر ساعت ٣٥٠ کلومترو ته رسيږي، اروپا غواړي د خپلو اورګاډو سرعت پر هر ساعت له ١٦٠ کلومترو څخه تر ٢٠٠ کلومترو پورې لوړ کړي، خو اروپا لاهم د چين پر توان او معيار شک لري. ځکه دوی اوسنی چين په سمه معنا نه دی پېژندلی. بيا مود تخنيکونو مشورو په برخه کې له يوه غوره بريټانوي شرکت سره همکارۍوکړې او وروسته مو ستونزه حل کړه.))

د چين د نړيوالې سوداګرۍ ټولنې رئيس جيانګ جنګ وې وايي، چيني تصديو بهر ته د د خپلې ودې په خپرېدو سره د نړيوال اقتصاد په اداره کې هم زياته برخه اخيستې ده.

نوموړي پدې اړه وويل:

((د بي ٢٠ سرمشريزې غونډې ته د تيارۍ په اړه بحث کې د چين مشهورې تصدۍ علي بابا ګروپ( Alibaba)، لينووو (Lenovo ) شرکت او بایدو (Baidu) شرکت ګډون کړی و. د پيرو د ايپيک په غونډه کې په زرو ګډون کوونکو تاجرانو کې يوه پر څلورمه برخه چينايان وو چې دا په هراړخيزه توګه د چين اغېزه ښيي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای