CRI Online

لي که چيانګ د چين د لويديځې سيمې د پرمختګ کارونه ترتيب کړل

cri     (GMT+08:00) 2016-12-26 15:28:08

څو ورځې مخکې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د يوې غونډې مشري وکړه چې پکې يې د چين د لويديځې سيمې د پرمختګ په اړه ديارلسم پنځه کلن پلان تصويب کړ او د لويديځې سيمې د پرمختګ کارونه يې ترتيب کړل. له که چيانګ وويل، چې د لويدځې سيمې پرمختګ د هراړخيزې سمسورې ټولنې په ابادۍ کې ستونزمنه او مهمه برخه ده او بايد پر اصلاحاتو، ورخلاصون او نوښت تکيه وکړي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې د لويديځې سيمې په پرمختګ کې بايد د خلکو د ژوند ښه والي ته لومړيتوب ورکړو.

د دسمبر په ٢٣مه نېټه د چين د دولتي شورا په يوه غونډه کې د لويديځې سيمې د پرمختګ په موخه ديارلسم پنځه کلن پلان په اړه بحث وشو. په ٢٠٠٠ کال کې د لويديځې سيمې د پرمختګ ستراتيژي د چين د لومړۍ سيمه ييزې ستراتيژۍ په توګه وړاندې شوې وه، له دې څخه ښکاريږي چې حکومت د لويديځې سيمې پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري. لي که چيانګ د همدې ورځې په غونډه کې يو ځل بيا د لويځې سيمې پرمختګ ته لومړيتوب ياد کړ.

(( لويديځه سيمه د ملي اقتصاد د پرمختګ يوه مهمه برخه او ملاتړ دی. لويديځه سيمه د دولتي خاورې په مساحت کې له اويا سلنې نه زياته برخه نيسي، غني سرچينې او د تکنالوژۍ او صنعت بنسټ هم لري. په لويديځه سيمه کې ډېرې ملي لږګي راغونډ شوي دي، او د چين زياتره سرحدي سيمې پکې شاملې دي. نو د لويدځې سيمې پرمختګ هراړخيزې سمسورې ټولنې په ابادۍ کې مهم ټکی دی او د هېواد د وحدت او ملي يووالي لپاره مهم ارزښت لري. ))

صدراعظم لي که چيانګ دې ته اشاره وکړه چې د لويديځې سيمې پرمختګ د مرکزي حکومت او منځنۍ ختيځې سيمې مرستو ته اړتيا لري، د دې تر څنګ بايد د اصلاحاتو، ورخلاصون او نوښت له لارې خوځنده ځواک تر لاسه کړي. اداري تشريفات د اسانه کولو او د حکومتي خدمتونو د پياوړتيا په برخو کې بايد اصلاحاتو ته دوام او ژوروالی ورکړو، د مالياتو او لګښتونو د کولو تګلارې بايد په ښه توګه پيلې کړو او د لويديځې سيمې په ابادۍ کې بايد بېلا بېل ډولونه پانګې په تيره بيا ملکي پانګې راجلب کړو. نوموړي د لويديځې سيمې په ابادۍ کې د ملکي سوداګريزو چارو د جوړولو ارزښت د يوې بېلګې په توګه ياد کړ.

((لوديځه سيمه د نوښت په برخه کې له ختيځې سيمې سره سم ګامونه پورته کولی شي. په لويديځه سيمه کې ليدل کيږي چې په ځينو ځايونو کې انټرنيتي سوداګرۍ، او د انټرنيت او صنعت ترمنځ پيوستون پرمختګ کړی. د ختيځې سيمې ځينو کسانو ويلي چې د انټرنيت له لارې د لويديځې سيمې د ځانګړيو کرهنيزو توکيو اخيستل ډېر اسان دي، يوازې يوې او يا دوو ورځو ته اړتيا لري. په بازارونو کې د لويديځې سيمې ځانګړو کرهنيزو توکيو ته اړتياوې ډېرې دي، دغه راز د پرمختګ نوې لارې بايد ومومو. ))

اوس چين يوولس ازادې سوداګريزې سيمې لري چې له دې جملې څخه دری سيمې د هېواد په لويديځ کې پرتې دي. لي که چيانګ په ځانګړۍ توګه د نوي ډول ښاري کېدو مسئله ياده کړه.

(( په لويديځه سيمه کې څرنګه د نوي ډول ښاري کېدو بهير چټک کړو؟ ياده موخه بايد د صنعتي کېدو او د کرهنې د عصري کېدو له لارې پوره کړو. په پلان کې بايد دا تاييد کړو چې څرنګه د لويديځې سيمې په مرکزي ښارونو کې نفوس راغونډ کړو او د لويديځې سيمې کوچني ښارونه او علاقدارۍ څرنګه ابادې کړو؟ ))

صدراعظم لي که چيانګ پر دې ټينګار وکړ چې د خلکو نيکمرغه ژوند د لويديځې سيمې د پرمختګ اصلي موخه ده، نو د خلکو د ژوند ښه والی بايد د مهمې دندې په توګه وټاکو.

(( خلک زموږ د ټولو کوښښونو سبب دی، د خلکو ښه ژوند زموږ موخه ده. دغه راز د لويديځې سيمې د خلکو د ژوند ښه والی بايد د مهم کار په توګه وټاکل شي. د ښوونې، طبي چارو او د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې بايد له لويدځې سيمې سره د مرستو په لور تمايل ښکاره کړو. په پوهنتونونو او ښوونځيو کې بايد د مهمو لويديځې سيمې د زده کوونکو انډول لوړ کړو. تر څو د لويديځې سيمې خلک ترې د مرکزي حکومت پاملرنه احساس کړای شي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای