د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د پاکستان د بېزنيس ريکارډ ورځپاڼې د دسمبر په ٢٦مه نېټه خبر ورکړ چې د چين د پولي سپارښتنې د معاملې په مشرۍ چيني پانګونې به د پاکستان پر پولي بازارونو ژوره اغېزه وکړي.
لومړۍ،د چين د پولي سپارښتنې د معاملې بازار په اسيا کې د سپارښتنې د معاملې تر ټولو لوی بازار دی چې د پاکستان د اسهامو له معاملوي بازار سره به مرسته وکړي چې لازيات پولي توليدات او نوي تخنيکونه به برابر شي تر څو د پاکستان د پانګونو بازارونه پراخ شي او د پانګه اچوونکو لپاره به د پاملرنې وړ وګرځي.
دوهم،په چين کې د اسهامو معاملې د ٢٠٠ مليونو حسابونه به په راتلونکي کې پاکستان ته سترې پانګونې ورسوي.د چين تصدی به هم له دې فرصت څخه په استفادې د پاکستان غوره تصدی واخلي.
درېيم،د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د ابادۍ له لارې به د پانګو د راجلبولو توان پياوړی شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |