CRI Online

د ځينو هېوادونو کارپوهان د تاريخ پيژندنې په هکله د جاپان د لومړي وزير شينزو ابي د رويې په اړه شک لري

cri     (GMT+08:00) 2016-12-27 16:29:54

د جاپان لومړي وزير شينزو ابي د توکيو پر وخت د دسمبر په ٢٦مه نېټه ماښام د ځانګړې الوتکې په وسيله د امريکا هاوايي ته ولاړ او له هاوايي څخه يې خپل دوه ورځنۍ ليدنه پيل کړه. دا د پاملرنې وړ دی چې د جاپان او امريکا مشران به د لومړي ځل لپاره د ملغلرو بندر په تاريخی پيښه کې د مړه شويو امريکايي سرتيريو مقبرونو ته د ګلونو ګېډۍ وړاندې کړي او له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ رسمی همغږۍ څرګندوي.خو امريکا ته د شيزو ابي د حرکت مخکې د ځينو هېوادونو څه دپاسه ٥٠ تاريخی کارپوهانو د يو ګډ پرانيستی پيغام په خپرولو سره د دويمې نړيوالې جګړې په توګه د شينزو ابي د رويې په هکله شکونه ښودلي دي.

د دسمبر په ٢٦مه نېټه سهار د جاپان د بهرنيو چارو وزير يوشيهيدي سوګا هاوايي ته د شينزو ابي د سفر په هکله مالومات ورکړل او ويې ويل(اواز)

روان کال د ملغلرو بندر پيښې د پيل له ٧٥ کليزې سره برابر دی چې د جاپان او امريکا تر منځ د اړيکو د ښه والي لپاره يو ښه فرصت دی. د دويمې جګړې په وخت کې د دښمنو هېوادونو په توګه جاپان او امريکا له جګړې وروسته د ګډو نظريو پر بنسټ ملګري هېوادونه ګرځيدلي دي. موږ به يو ځل بيا د دواړو هېوادونو تر منځ د همغږۍ ارزښت تائيد کړو او د جګړې د بيا رامنځته کېدو د مخنيوي ټينګ هوډ به څرګند کړو.

شينزو ابي له حرکت مخکې په هوايي ډګر کې خبري رسنيو ته وويل (اواز)

زه به د جاپانيانو په استازيتوب د جاپان د لومړي وزير په حيث د هاوايي د ملغلرو له بندر څخه ليدنه وکړم او په دويمې نړيوالې جګړې کې د مړه شويو امريکايي سرتيرو خواخوږۍ څرګند کړم. زه به د امريکا له ولسمشر باراک اوباما سره يو ځای نړۍ ته د جګړې د مخنيوي ټينګ هوډ او د راتلونکي په لور د پرمختګ لوړې وکړو او د دواړو هېوادونو تر منځ د همغږۍ ارزښت به وښيو.

څرنګه چې دا به د امريکا د ولسمشر په توګه د باراک اوباما د دندې له پای ته رسيدو مخکې د جاپان او امريکا د مشرانو تر منځ وروستۍ کتنه وي، شينزو ابي د دوی تر منځ د کتنې پر اهميت ټينګار وکړ. (اواز)

دا به زما او باراک اوباما تر منځ وروستې سرمشريزه کتنه وي او هېله ده چې دغه ليدنه به په پخوانيو څلورو کلونو کې د يوې ښې پايې په توګه وګرځي. موږ به په ګډه حل شوې مسئلې يادې کړو، موجودې مسئلې راغونډې کړو او په همدې وخت کې به نړۍ ته زموږ تر کوښښونو لاندې د دواړو هېوادونو تر منځ د ملګرتيا اړيکو د ټينګښت اهميت وښيو.

که د تاريخ په هکله پوره مالومات نه شته او زيات شمېر کسان به د شينزو ابي د خبر له مخې دا ارزونه کوي چې د ملغلرو بندر پيښه يو عادی جګړه وه او ځانګړې تيروتنه نه درلوده، خو له دې څخه څرګندېږي چې د جاپان حکومت په وروستيو کلونو کې په واقعی توګه د دغې جګړې حيثيت د کمزوري کولو لپاره کوښښ کړی دی.

د جاپان حکومت او د شينزو ابي د ناسمې تاريخې نظريې په هکله د ځينو هېوادونو څه دپاسه ٥٠ تاريخي کارپوهانو د دسمبر په ٢٥مه نېټه شينزو ابي ته د يو پيغام په ورکولو سره دې ته اشاره وکړه چې د ملغلرو بندر د دويمې جګړې په وخت کې د جاپان تر بريد لاندې يوازينی ځای نه و او شک يې ښودلي چې ولی شينزو ابي چين، کورياټاپووزمی او د جنوب ختيځې اسيا ځينو هېوادونو ته د مړه شويو کسانو لپاره خواخوږۍ نه څرګندوي. په همدې وخت کې په دې پيغام کې د شينزو ابي د ډېرې ښي لاس خبرې او عملونه هم ښودل شوي دي. د پيغام په پای کې کارپوهانو د شينزو ابي په مشرۍ د جاپان د اساسي قانون د نهمې مادې د هغه تعديل په هکله انديښنه څرګنده کړه چې د جاپان دفاعی پوځ به په نور هر ځای کې د جګړې د پيل لپاره پوځي تاسيسات ځای پر ځای کولی شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای