د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د پاکستان د بېزنيس ريکارډ ورځپاڼې د دسمبر په ٢٧مه نېټه خبر ورکړ چې د پاکستان د ځمکنيو ځواکونو لوی درستيز جنرال اسيم سليم باجوا د بلوچستان د دفاعي ځواکونو د ودرولو په فعاليت کې د ګډون په وخت کې وويل چې د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز به د بلوچستان اقتصادي پرمختګ ته ګټه ورسوي او د پاکستان ځوانان به ښکلی راتلونکی ولري.د پاکستان ځواکونه به د اقتصادي دهليز د ابادۍ لپاره مرستې برابرې کړي تر څو دغه پروژه په ټاکلي وخت کې بشپړه شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |