CRI Online

چين د ٢٠١٦ کال لپاره د فضانوردۍ سپين کتاب خپور کړ

cri     (GMT+08:00) 2016-12-28 14:18:10

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د دسمبر په ۲۷مه نېټه د ۲۰۱۶ کال لپاره د چين د فضانوردۍ سپين کتاب خپور کړ. په دې سپين کتاب کې په وروستيو کلونو کې د چين د فضانوردۍ چارو په برخه کې عمده لاسته راوړنې معرفي شوي او دا پلان کې وړاندې شوی چې چين به په راتلونکو پنځو کلونو کې د فضانوردۍ چارې پياوړې کړي ترڅو تر ٢٠٣٠ کال پورې پدې برخه کې د نړۍ د سرلارو په ليکه کې راشي. د چين د فضانوردۍ ادارې مرستيالې وو يان هوا وايي، چين به شاوخوا تر ٢٠٢٠ کال پورې د مريخ د څېړنې په موخه خپل لومړۍ ګاډۍ وتوغوي او د مشتري او نورو سيارو ستوريو څېړنه به هم طرحه کړي. اوس به پدې اړه د نننۍ تبصرې تفصيلي محتويات واورئ!

ګرانو اوريدونکو، تاسې همدااوس د چين د شينجو يولسم نمبر کازميکې بېړۍ د توغېدو له ځايه پورته شوي اوازونه واوريدل. د ۲۰۱۶ کال د چين د فضانوردۍ په سپين کتاب کې له ٢٠١١ کال راپدې خوا د انسان وړونکي فضايي سفر او د سپوږمۍ څېړنې په شمول د يو لړ مهمو پروژو، د فضايي علمونو او تخنيکونو په برخو کې لاسته راوړنې معرفي شوي دي. د چين د فضانوردۍ ادارې مرستيالې وو يان هوا پدې اړه وويل:

((د پرمختللو فضايي تخنيکونو په وسيله په برياليتوب سره د چين د شنجو نهم نمبر او لسم نمبر کازميکي بېړيو او د تيان ګونګ لومړی نمبر فضايي لابراتوار ترمنځ او د شنجو يولسم نمبر کازميکې بېړۍ او تيان ګونګ دوهم نمبر فضايي لابراتوارترمنځ پيوند ترسره شو او په لومړي ځل يوه څېړنيزه ګاډۍ چې د" چانګ عه درېيم نمبر" نوميږي سپوږمۍ ته کوزه شوه .دغه راز د" بې دوو دوهم نمبر" مصنوعي سپوږمکۍ له لارې د لارښوونې سيسټم هم په بشپړه توګه جوړ او فعال شو، نو ويل کيږي چې چين د فضانوردۍ په علمي څېړنه کې ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي))

نوموړې زياته کړه چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به چين د هوانوردۍ وده چټکه کړي. نوموړې پدې اړه وويل:

((زموږ عمومي پلان دا دی چې د ملي اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د پلان په تطبيق سره به په ښه توګه مهمې فضايي پروژې او دندې ترسره کړو او بيا به د راتلونکو لسګونو کلونو په موده کې فضايي بنسټيز تاسيسات بشپړ کړو .په راتلونکو لسو کلونو کې به څه ناڅه سل سپوږمکۍ وتوغوو ترڅو د ملي اقتصادي او ټولنيزې ودې او ټولو انسانانو د نيکمرغۍ لپاره خدمتونه ترسره کړو . زموږ عمومي هدف دا دی چې نژدې تر ٢٠٣٠ کال پورې د فضانوردۍ په برخه کې د نړۍ د سرلارو په ليکه کې راشو.))

اغلې وو ددې پوښتنې په ځواب کې چې چين د سپوږمکۍ سطحې ته د چيني فضانورد د ليږدولو پلان لري او که نه ؟ داسې وويل:

((د چين د فضانوردۍ ادارې د سپوږمکۍ د راتلونکې څيړنې په هکله پلان طرح کړی يعنی تر ٢٠١٧ کال پورې به د يادې څيړنې د تحقق لپاره د دريو ګامونو اخري ګام پورته کړي په بله ژبه تر ٢٠١٧ کال پورې به د چانګ عه پنځم لمبر ګاډی د سپوږمکۍ سطحې ته وتوغول شي او هم به د سپوږمکۍ شا ته ګرځنده څيړنه ترسره شي . دغه راز دا تصور هم شته چې په راتلونکو پنځو او لسو کلونو کې به دوه ځله د سپوږمکۍ جنوبي او شمالي قطبو ته د روبټ يعنې ماشيني انسان کښته کېدنه ترسره شي.

په سپين کتاب کې ليکل شوي چې چين د تل لپاره له بهرنۍ فضا څخه د سوله ايزې استفادې ملاتړ کوي ، په بهرنۍ فضا کې له وسله والۍ سيالۍ سره مخالفت کوي ، په معقوله توګه فضايي سرچينې کاروي او په واقعي ډول فضايي چاپيريال ساتي تر څو يوه سوله ايزه او پاکه بهرنۍ فضا وساتل شي او ټولو انسانانو ته د فضايي عملياتو له لارې نيکمرغي ورسول شي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای