CRI Online

په ۲۰۱۶ کال کې د چين او افغانستان ترمنځ اړيکو زياتې لاسته راوړنې لرلې دي.

cri     (GMT+08:00) 2016-12-29 15:22:05

په ۲۰۱۶کال کې د چين او افغانستان ترمنځ د بېلا بېلو برخو همکاريو په پر له پسې توګه پرمختګ کړی او زياتې لاسته راوړنې يې درلودې. په دې کال کې د دواړو هېوادونو د لوړ پوړي چارواکيو ترمنځ تګ راتګ زيات شوی، خپل منځي اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ ژورې شوې، خپل منځې ترانسپورټي نښلونې پياوړې شوې او انساني او کلتوري تګ راتګ او تبادلو هم چټک پرمختګ کړی دی. چين په لا ثابتې او مثبتې رويې سره د افغانستان په اړه بېلا بېلو نړيوالو همکاريو کې ګډون کړی، تل د افغانستان له سوله ييزې بيارغونې څخه ټينګ ملاتړ کوي او په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د تر سره کېدا لپاره يې تر خپلې وسې پورې مرستې برابرې کړې دي.

د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په ۱۱مه نيټه د پاکستان، افغانستان، چين او امريکا په شمول د څلورو خواوو همغږۍ ميکانيزم لومړۍ غونډه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې تر سره شوه. د دغه ميکانيزم موخه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مستقيمو سوله ييزو خبرو اترو په لار کې د خنډونو له منځ وړل دي. تر دې وروسته په ۲ مياشتو کې د دغه ميکانيزم څلور غونډې جوړې شوې دي. سره له دې چې تر اوسه پورې په دغو څلورو غونډو کې هېڅ واقعي لاسته راوړنې نه دي ليدل شوې، خو دغه ميکانيزم په افغانستان کې د ملي روغې جوړې لپاره د څو اړخيزې همکارۍ تر ټولو د مهم نړيوال ميکانيزم په توګه ګرځېدلی دی. دا هم د چين حکومت لومړی ځل دی چې په مستقيمه توګه د افغاسنستان د ملي روغې جوړې په اړه نړيواله همکارۍ کې يې ګډون کړی دی.

د ۲۰۱۶ کال د مې په ۱۵ مه نيټه د افغان حکومت اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله چين ته په خپل درې ورځني رسمي سفر وکړ. د دغه سفر په ترڅ کې دواړو خواوو د چين او افغانستان ګده اعلاميه خپره کړه چې پکې د خپلمنځي اړيکو د راتلونکي پرمختيايي لوري، محتويات او خوځنده ځواک ټاکل شوی دی. د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د چين او افغانستان لخوا د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادې په اړه د تفاهم يادښت لاسليک کړ او د چين، قرغېزستان، تاجکستان، افغانستان او ايران ترمنځ د پنځو هېوادونو د پټليو پروژې په اړه يې د نظريو تبادله وکړه. برسېره پر دې، دواړو خوږاوو د همکارۍ ۶ سندونه هم لاسليک کړي او په ګډه سره يې موافقه کړې چې چين ته د افغان زعفران، جنغوزي او انار د صادرولو ارزونه دې ژر بشپړه شي.

د دغه کال په جولای کې د چين په شينجيانګ کې له اروموچي نه کابل ته مستقيمه الوتنه تر ۴ کلونو ځنډ وروسته په رسمي توګه اعاده شوه چې دا نه يوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د انساني تګ راتګ لپاره زياتې اسانتياوې برابرې شوې، بلکې دوه اړخيزې همکارۍ پياوړې شوې دي. په اګست او سپتمبر دوو مياشتو کې د چين له جيانګ سو او جه جيانګ ولايتونو څخه بلخ ولايت ته د دوو مال وړونکو اورګاډيو تګ راتګ پيل شو. د چين او افغانستان ترمنځ د مال وړونکو اورګاډيو تګ راتګ د دواړو هېوادونو لخوا د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادې لپاره يو مهم تدبير دی. تر دې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو توکو د تګ راتګ وخت او پانګې تر زياتې اندازې پورې کمې شوې دي.

د دې تر څنګ، په ۲۰۱۶ کال کې د چين او افغانستان ترمنځ انساني تګ راتګ او کلتوري تبادله هم پياوړې شوې ده. د دواړو حکومتونو په ملاتړ سره د دواړو هېوادونو د خبري رسنيو ترمنځ تبادلې هم مخ په زياتېدو دي. د مې او سپتمبر په دوو مياشتو کې د افغانستان د شمشاد ټلويزيون، کابل نيوز ټلويزيون او پژواک خبري اژانس مسؤلينو په جلا جلا توګه د چين نړيوالې راډيو په بلنه د ورېښمو لارې په نامه چين ته د مشهورو شخصيتونو سفر په فعاليتونو کې ګډون وکړ او له چين څخه يې زياتې خوندورې او ژورې خاطرې لرلې دي. د ۲۰۱۶ کال په جولای کې د چيني سفارت او د چين نړيوالې راډيو په ګډې بلنې سره د افغان خبري رسنيو پلاوی چين ته راغلی دی چې په يوه اوونۍ کې يې له بېجينګ او يي وو دوو ښارونو څخه ليدنه کتنه کړې ده. دغه پلاوي د چين د تاريخي کلتور او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوسني سوداګريزو اړيکو په اړه زيات معلومات تر لاسه کړل. برسېره پر دې، د دواړو هېوادونو د سياسي ګوندونو او کلتوري شخصيتونو ترمنځ تګ راتګ هم زيات شوی دی.

۲۰۱۷ کال به د چين او افغانستان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۶۲کليزې سره برابر وي. سترګې په لار يو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بېلا بېلو برخو په همکاريو کې به لا زيات برياليتوبونه تر لاسه شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای