CRI Online

د چين د پي ايم ای د پراخېدو په حال کې دی

cri     (GMT+08:00) 2017-01-02 17:23:43

د جنورۍ په لومړې نېټه د چين د تازه رسمی شميرنې له مخې د ٢٠١٦ کال د دسمبر په مياشت کې د چين د توليد چارو د مصرفونکو منيجرانو ګراف يعنی پي ايم ای د پراخېدو په حال کې دی. د څيړونکو په اند د شميرنې له مخې له اړتياوو نه د زيات توليدي توان، د غير منقوله اموالو د ذخيرې او د ليوريج(leverage) په نامه د ځانګړي اقتصادي وسايلو د له منځه وړلو، د سربيو د راټيټولو او د کمزورو برخو د ښه والي تګلارې اغيزناکې شوې او په لنډه موده کې د اقتصادي ثابت تمايل ټينګ شوی دی.

د چين د شميرنې ادارې د خدمتي چارو د څيړنې مرکز او د مالونو د ليږدونکو او د مصرفونکو چارو ګډې ټولنې د جنورۍ په لومړې نېټه پي ايم ای خپور کړه. د ارقامو له مخې د ٢٠١٦ کال د دسمبر په پيل کې پي ايم ای ٥١اعشاريه څلور سلنه وه چې د همدې کال د نومبر په پرتله صفر اعشاريه دري سلنه کمه شوې، خو د ټول کال د منځنې سويې په نسبت يو اعشاريه يو سلنه زياته شوې.

د چين د اقتصادی تګ راتګ د نړيوال مرکز څيړونکي وانګ جون وويل د ٢٠١٦ کال په وروستې مياشت کې د پي ايم ای له مخې توليد او اړتياوې دواړه پراخې شوې او په لنډه موده کې د اقتصادي ثبات حالت ټينګ شوی. (اواز)

د نويو صنعتي چارو او نويو انجينونو د جوړونې کارونه تمام شوي ، مثلأ د لوړ ساينس او تکنالوژيو توليد چارو پي ايم ای لوړ مقام نيسي او د پراخېدو تمايل لري، بهرنې اړتياوې د اعادې په حال کې دې او ويلی شي چې نړيوال بازار د بيا احيا کېدو نښه نه ده پيدا کړې، د چاپيريال ساتنې فشارونه زيات دي او د هوا ککړتيا اغيږې ډېرې دې، موږ د چاپيريال ساتنې کارونو ته د پخوا په نسبت ډېره پاملرنه کوو، نو د ٢٠١٦ کال د دسمبر په مياشت کې په ډېرو انرژيو کارونکو صنعتي چارو کې توليد اندازه ډېره کمه شوې.

په غير توليدي چارو کې د ٢٠١٦ کال د دسمبر مياشت کې د سوداګريزو فعاليتونو ګراف ٥٤اعشاريه ٥سلنه وه چې د تېر کال د نومبر په پرتله صفر اعشاريه دوه سلنه ټيټ شو او د ټول کال د منځنې سويې په پرتله صفر اعشاريه اته سلنه لوړ شوی چې د دواملرونکي پرمختيا په حال کې ساتل شوی. د اوسپنيزو لارو، الوتکو په وسيله د ليږد راليږد، د پوستي چارو، د مخابيراتي، راډيويي او ټلويزيوني خدمتونو او د سپوږمکۍ په وسيله د ليږدونکو خدمتونو، د انټرنيټ ا و مالوماتي تکنالوژۍ خدمت، د پيسو پولي خدمت، بيمې، کرايت او سوداګريزو خدمتونو په شمول د سوداګريزو فعاليتونو ګرافونه ټول له ٥٥سلنې نه زيات و او په دغو ساحو کې د چارو عمومي اندازه د چټکتيا په حال کې وه. د کورونو ابادۍ چارو سوداګريزو فعاليتونو ګراف د کموالي په حال کې و او په دې بازار کې د کنټرول تګلارې اغيزناکې شوې دي.

په څو مياشتو کې د چين پي ايم ای د ټيټ مقام له ساتلو وروسته د ٢٠١٦ کال په مارچ مياشت کې بيا د ٥٠سلنې په اندازه له کمزورې کرښې نه زياتې شوې او له دې وروسته يوازې د جولای په مياشت کې دغه اندازه ٤٩اعشاريه ٩سلنې ته ټيټ شوی، په نورو مياشتو کې ټول له ٥٠سلنې څخه اوښتی و. وانګ جون وويل ٢٠١٦ کال د چين د ديارلسم پنځه کلن پلان د پيل کال و او د توليد او اړتياوو د جوړښت اصلاحات يو کلی کال هم و. (اواز) دا د پاملرنې وړ ده چې په روان کال کې به د فولادو او اوسپنو او سکرو نه پر ته د سمينټو، ښيښو او بيړيو په توليد کې د توليد انرژۍ د کموالي کارونه دوام ولري. نو په راتلونکې کې د برابرونکو خواوو د کموالي او له اړتياوو نه د زيات توليدي توان د ټيټوالي کارونه هم ډېر مهم دی چې د توليد چارو د مصرفونکو باور د ښه والي او د دغو چارو د پرمختګ هڅونه کولی شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای