د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د پوهنې سرپرست وزير اسدالله محقق د جنورۍ په لومړۍ نېټه په کابل کې وويل، چې د حکومت بېلابېلې ادارې دې زياتو ماشومانو ته د ښوونې د برابرولو لپاره خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د زياتو ښوونکو د جلب او جذب لپاره دې ګامونه پورته کړي.
نوموړي په همدې ورځ د مشرانو په جرګه کې د يوه راپور د وړاندې کولو په ترڅ کې وويل، چې اوسمهال د افغانستان زياتره ښوونځي د ښوونکو او کتابونو د کمبود له ستونزې سره مخامخ دي چې څه ناڅه ٤٢٠٠٠ ښوونکو ته اړتيا لري. په ٢٠١٧ کال کې حکومت دې لږترلږه نور ١٦٠٠٠ ښوونکي جلب او جذب کړي.
همدارنګه نوموړي د ماليې له وزارت څخه پدې اړه د زياتو مرستو غوښتنه هم وکړه او ټيټ معاش يې د ښوونکو د کموالي عمده لامل وباله.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |