د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د سيدني پوهنتون د سوداګرۍ انسټيټوټ کارپوه هانګ جه که په وروستيو ورځو کې خبريالانو ته وويل چې د ګردې نړۍ د اقتصاد لپاره د چين د ورخلاصون تګلاره ستر اهميت لري.هغه د چين د ورخلاصون د تګلارې ډېره ستاينه وکړه.هغه وويل چې د چين حکومت د ورخلاصون ژمنه او پرېکړه دوامداره ده چې د چين له ګټو سره سمون لري.لومړۍ،د يوه کمربند او يوې لارې پلان د چين د ورخلاصون د ستراتيژۍ نوی تدبير دی چې د سيمه ييز يووالي د پياوړتيا لپاره ګټور دی .دوهم،د چين او لوېديځو هېوادونو ترمنځ د پانګونو يووالی پياوړی شي.درېيم،د سازمانونو ترمنځ همکارۍ پياوړې وې دي.د چين پانګه اچوونکي او بهرني همکاران به په ګډه نوي بازارونه پيدا کړي.
هانګ جه که وويل چې د پيچلي نړيوال اقتصادي چاپيريال په وړاندې به چين په چټک ډول د ورخلاصون تګلارې پلې کړي تر څو د سوداګريزې ساتنې اغېزه کمه شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |