CRI Online

انتونيو ګوتريس له نړيوالو څخه د بېلابېلو ننګونو د لرې کولو په موخه د ګډې هڅې غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-01-04 14:18:19

د ٢٠١٧ کال په لومړۍ کاري ورځ يعنې درېيمه نېټه د م م نوي منتخب سرمنشي انتونيو ګوتريس د م م په مقر کې هغو کسانو ته چې د سولې چارو لپاره يې خپل ژوند قرباني کړی د غمرازۍ د وړاندې کولو په موخه د ګلانو ګيډۍ کېښوده او ورپسې يې د خپلې يوې لنډې وينا په ترڅ کې د م م له غړو هېوادونو او اړوندو کارکوونکو څخه د نړيوالو ننګونو د حل په موخه د ګډې هڅې غوښتنه وکړه . اوس به پدې اړه په م م کې د سي ار ای د خبريالې چيان شان مينګ راپور واورئ!

د درېيمې نېټې په سهارد م م نوي منتخب سرمنشي انتونيو ګوتريس د م م د عمومي اسامبلې د رئيس پيتر تومسن په ملګرتيا په نيويارک کې د م م د مقر دننه هغو قربانيانو ته چې د سولې چارو لپاره يې خپل ژوند قرباني کړی د غمرازۍ د وړاندې کولو په موخه د ګلانو ګيډۍ کېښوده. نوموړي ورپسې د م م کارکونکو ته يوه وينا وکړه او د م م له کارکوونکو او غړو هېوادونو څخه يې غوښتنه وکړه چې د نړۍ پر وړاندې د بېلابېلو ننګونو د مخنيوي او حل په موخه دې ګډې هڅې وکړي. نوموړي پدې اړه وويل:

((موږ له سترو ننګونو سره مخامخ يو. نړۍ کې بېلابېل تاوتريخوالي يوپر بل پورې مربوط دي او يوه نوې پديده يې رامنځته کړې يعنې نړيوال تروريزم.))

ګوتريس پر دې ټينګار وکړ چې م م بايد په عين وخت کې د تاوتريخوالو مخنيوي او حل ته پاملرنه وکړي چې د نړيوالې سولې او سمسورتيا او د نړۍ په چوکاټ کې دواملردونکي پرمختګ پياوړی کولی شي او د بشري حقوقو په حالاتو کې ښه والی رامنتځه کولی شي.

ګوتريس دې ته په اشارې سره وويل، د نړيوال اقتصاد دوامدار پرمختګ او د ساينس سترو برياليتوبونو د نړۍ د بې وزلۍ نفوس کم کړی او د ټولنې عمومي مصلحت يې لوړ کړی دی . خو پدې څنګ کې يې د نړۍ نابرابري هم سخته کړې چې په اثر يې کرکې او ناارامي رامنځته شوې ده. ګوتريس پدې اړه وويل:

((زموږ پر وړاندې ګڼ شمېر مسئلې د کوم يو هېواد په مټ نه شي حل کېدای، دا همغه لامل دی چې ولې موږ د څو اړخيز ميکانيزم پر اهميت ټينګار کوو. نړيواله مسئله د حل نړيوالې لارې ته اړتيا لري، د م م سازمان د څو اړخيزښت(multilateralism) همدا بنسټ دی.))

ګوتريس وويل، ډېر خلک پر څو اړخيزښت باور نه لري او له نړيوالو ننګونو سره د مقابلې په برخه کې د م م په رول هم شکونه لري. واقعا م م ګڼ شمېرکسان ژغورلي، د م م په مرستې د ډېرو کسانو درد او غم کم شوی او ژوند يې هم ښه شوی دی. د م م بېلابېلې چارې تل د انسانانو پر محور راڅرخيږي.

البته م م د يو لوی سازمان په توګه ډېرې نيمګرتياوې هم لري، نو م م اصلاحاتو ته اړتيا لري، ترڅو خپل کاري موثريت لوړ کړي. د م م بېلابېل غړي هېوادونه هم بايد د نظريو تبادلې زياتې کړي ، خپلمنځي تفاهم او همکاري دې پياوړې کړي، ترڅو د م م په منځ کې د نظر توپيرونه کم شي. ګوتريس پدې اړه وويل:

(( زما په اند تش په نامه عجايب نه شته، يوازې په خپل قوت هم عجايب نه شم خلق کولای . يوازې د ډله ييزې همکارۍ له لارې خپل هدفونه ترسره کولی شو او خپل ماموريت چې د م م په منشور کې ټاکل شوی،سر ته رسولی شو او د نړۍ د ټولو انسانانو لاس يو کولی شو.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای