CRI Online

يو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2017-01-04 16:09:21
پر شفیق الله شفق بندیز لرې او نوی قرارداد هم ورسره کیږي

د افغانستان کرکټ بورډ د نوی مشرتابه په سپارښتنې جوړې شوې کمیټې له ملي لوبغاړي شفیق الله شفق سره ناسته وکړه ، د هغه ستونزې او شکایتونه یې واوریدل.

دغه ځانګړې کمېټه نن دکرکټ بورډ د عمومي رییس شکر الله عاطف مشعل په مشرۍ جوړه شوې وه، چې پکې شفیق الله شفق او د کمیټې غړو برخه اخیستې وه.

شفق د کمیټې غونډې ته پخپل ځان د لګیدلو بندیزونو، د قرارداد د لغوه کولو او د معاش نه ورکولو شکایت وکړ او غوښتنه یې وکړه، چې په ملي لوبډه کې ورته د لوبېدو چانس ورکړل شي.

خو هغه ژمنه وکړه، چې تردې وروسته به د کرکټ ادارې ټولو اصولو او قوانینو ته غاړه ږدي او مراعات کوي به یې.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس عاطف مشعل د شفق د خبرو تر اوریدلو او د کمیټې له غړو سره تر مشورې وروسته پر شفیق الله شفق لګیدلی بندیز دلرې کولو اعلان وکړ.

هغه زیاته کړه، چې د کرکټ ادارې د قانون او اصولو په رڼا کې له شفق سره له سره قرارداد کوي و معاش هم ورکړل شي.

شعل په ملي لوبډله کې د شفق د لوبیدلو په اړه وویل، چې دا پریکړه به د غوراوي کمېټه تر بشپړې ارزونې وروسته کوي.

د کرکټ بورډ عمومي رییس وویل، چې له هیڅ یو لوبغاړي سره به سلیقوي او شخصي برخورد نه کیږي موږ ټول باید د اصولو سره سم مخې ته ولاړ شو او قانون پر ځان عملي کړو ، د لوبغاړو حقوق باید ونه خوړل شي .

هغه له شفیق الله شفق څخه هم وغوښتل، قوانین او اصول مراعات کړي، خپل عادي کرکټ او تمریناتو ته ادامه ورکړي او خپلې روغتیا او فټنس ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

عاطف مشعل له یادې کمیټې مننه وکړه، چې د شفق موضوع یې ښه وڅیړله او د اصولو سره یې خپلې سپارښتنې او مشورې له ده سره شریکې کړې.

په خوست کې د کرکېټ ملي لوبغاړو ترمنځ شل اوريزه لوبه

د افغانستان کرکټ بورډ اداره په پام کې لري چې د خوست د کرکټ لوبغالي د پرانیستې په ویاړ په دغه لوبغالي کې د راتلونکي جمعې په ورځ د افغان کرکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو له خوا شل اوریزه لوبه ترسره کړي.

درانه هېوادوال، د کرکټ مینه وال او د رسنیو استازي کولی شي، چې د مرغومي پرلسمه د (جمعه) ورځ په دغو شاندارو مراسمو کې د ګډون له پاره او د شل اووریزې لوبې د نندارې له پاره یاد لوبغالي ته تشریف راوړي.

افغان ښځینه لوبډله له هندي لوبډلې سره لوبېږي

د سویلي اسیا د ښځينه فوټبال سیالیو په ترڅ کې نن (سې شنبې) د افغانستان ملي لوبډله د کوربه هېواد هندي لوبډلې سره سیالي کوي.

دغه سیالي نن مازدیګر په پنځه بجې پیلیږي.

د افغان ښځینه ملي لوبډلې دویمه لوبه د جمعې په ورځ د بنګله دیش له لوبډلې سره ده.

که افغان لوبډله دغه دوه لوبې وګټې نو ورسره نیمه پایلوبې ته لار مومي.

د فوټبال فدراسیون فني مدیر طاهر رؤفي بي بي سي ته وویل:

"زموږ د لوبډلې مرام لوړ دی او دوی ښه تمرینونه کړي او مخکې یې امریکا کې ټورنمنټ هم درلود. یوه بهرني روزونکي له دوی سره ډېر کوښښ کړی. هیله ده چې ښه لوبه به وکړي."

د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې د لوبغاړو پر ګومارلو نیوکې کېږي، خو طاهر رؤوفي وايي، د فوټبال لوبغاړې د وړتیا پربنسټ ټاکل شوې دي.

د سوېلي اسیا د فوټبال ښځینه سیالیو کې افغانستان، هند، نیپال، بنګله دېش، مالدیپ، سري لانکا، پاکستان او بوتان ګډون لري.

ویل کېږي چې د سږ کال سیالیو کې به پاکستان له هند سره د سیاسي ترینګلتیا له کبله ګډون ونه کړي.

د افغانستان د فوټبال ښځینه ملي لوبډلې تېر کال پاموړ لاسته راوړنه لرله. دغې لوبډلې د سوېلي اسیا هېوادونو په ښځینه لوبو کې لومړی ځل په ۲۰۱۰ کال ګډون وکړ.

په ۲۰۱۲ کال یې سري لانکا کې پاکستان ته څلور پر صفر ماتې ورکړه، له مالدیپ سره مساوي نیمه پایلوبې ته ورسېده او په سیالیو کې یې څلورم مقام خپل کړ.

د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې په ۲۰۱۲ کال د سوېلي اسیا سیالیو کې له ګډون وړاندې په دوحه کې د قطر له ښځینه لوبډلې سره دوستانه لوبه وکړه او کوربه لوبډلې ته یې دوه پر صفر ماتې ورکړه.

دغه لوبډلې په ۲۰۱۴ کال له دې کبله د پاموړ لاسته راوړنه نه لرله، چې د لوبډلې ۹ لوبغاړې یې ایران، امریکا او اروپا کې د مېشتو افغانانو له منځه ټاکل شوې وې او ۱۱ نورې یې د افغانستان د ننه غوره شوې وې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای