CRI Online

دوه سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2017-01-04 16:12:08
په لوګر ولایت کې د کرکټ لوبغالي د بنسټ ډبره کیښودل شوه 

په هغو مراسمو کې چې لوګر ولايت کې جوړ شوي و، د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس شکر الله عاطف مشعل، د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو،د کرکټ زرګونو مينوالو او يو شمېر چارواکو برخه اخيستې وه په دغو مراسمو کې د لوګر والي حلیم فدايي له ورغلي پلاوي څخه مننه وکړه چې دغه ولایت ته یې سفر وکړ، د نوموړي په وینا، په لوګر کې د کرکټ لوبغالي د جوړولو له پاره دم ګړی په عملي توګه کار روان دی چې ډیر ژر به یې کارونه بشپړ شي همدا راز د لوګر والي اعلان وکړ چې په لوګر ولایت کې به د افغان کرکټ ملي لوبډلې هر لوبغاړي ته یوه نمره ځمکه ورکوي او د افغانستان کرکټ بورډ له مشرتابه یې د ټولو لوبغاړو د نومونو لیست وغوښت، چې د ده په وینا ډیر ژر به یوه یوه نومره ځمکه ورته وویشي.

په ولسي جرګه کې د پکتیا د خلکو استازي مجیب الرحمان څمنکي په خپلو خبرو کې وویل چې د خوشحالۍ احساس کوي چې په خوست، پکتیا او لوګر ولایتونو کې د افغان کرکټ ملي لوبغاړو دروند هرکلی وشو.

په ولسي جرګه کې د لوګر ولایت استازي اکبر ستانیکزي، په خپلو خبرو کې وویل چې نن ټوله ورځ د لوګر میشتي وګړي په دې تمه و چې د افغان کرکټ ملي لوبډلې اتلان دغه ولایت ته سفر کوي او ساعتونه ساعتونه یې انتظار وایست.

د ده په خبره، ټول هېوادوال له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره مینه لري او دا د دې ثبوت وړاندې کوي چې افغانان نور بااحساسه ملت دی او د خپلو رښتینو اتلانو درناوی کوي.

نوموړي د کرکټ بورډ له مشرتابه هیله وکړه چې په لوګر کې د کرکټ معیاري لوبغالي او اکاډمۍ جوړولو له پاره جدي اقدام وکړي او په دې اړخ کې د لوګر د ولسونو ارمانونه پوره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر عاطف مشعل د لوګر له والي،او نورو چارواکو مننه وکړه نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان کرکټ بورډ اداره به د لوګر د کرکټ لوبغالي د معیاري جوړولو او په دغه لوبغالي کې د مینه والو د ناستې له پاره د ځایونو جوړولو له پاره جدي پاملرنه وکړي.

همدا راز عاطف مشعل د لوګر ولایت له ولایتي ادارې مننه وکړه چې ددغه لوبغالي په جوړولو کې یې ستره همکاري وکړه همدا راز یې د هند هېواد له مرستې ستاینه او مننه .

د افغانستان کرکټ بورد عمومي رییس وویل چې د لوګر د کرکټ لوبغالي د ښه معیاري لوبغالي جوړولو له پاره خپلې ټولې هڅې کوي، تر څو له هره اړخه معیاري لوبغالی لوګر میشتو لوبغاړو ته چمتو کړي.

د يادولو وړ ده چې له دې مخکې خوست ولايت کې د کرکټ بورډ چارواکو،لوبغاړو،لس ګونو زره مينوالو او يو شمېر حکومتي چارواکو لخوا د يوه لوبغالي پرانسته وشوه چې په ترڅ کې يې د کرکټ د ملي لوبغاړو ترمنځ يوه لس اوريزه لوبه هم تر سره شوه

د هند کریکټ بورډ مشر ته د دندې پرېښودو حکم شوی

د هند سترې محکمې د هغه هېواد د کریکټ بورډ مشر ته حکم کړی چې د سمونونو د راتګ لپاره دې استعفا وکړي.

محکمې وویل په هند کې د کریکټ د کنټرول د بورډ مشر انوراګ تهاکور بايد دنده پرېږدي.

د هند د کریکټ د کنټرول بورډ سکرتر اجې شېرک ته هم د استعفا کولو حکم شوی.

په کریکټ بورډ کې د بدلونونو پروسه د ۲۰۱۳ آی پي اېل لوبو راپدېخوا د سپاټ فکسېنګ له تورونو وروسته راپيل شوې.

کریکټ په هند کې تر ټولو ډېره مشهوره او ټولخوښه لوبه ده.

رډ سکرتر اجې شیرکي ته هم د استعفا کولو امر شوی

محکمې ځینې څارونکي ګومارلي چې د کریکټ بورډ د نوي مشر او مرستیال تر ټاکل کېدا دې د کریکټ اداري چارې مخته بوځي.

د هند کریکټ بورډ پر مشر او مرستیال هغه مهال د ناغېړۍ او ناسمو کړنو تورونه ولګول شول، چې په ۲۰۱۳ کال یې د آی پي اېل لوبو پرمهال دوسیه تر محکمې ورسېده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای