CRI Online

٢٠١٦ کال په پاکستان کې د ترهګريزو بريدونو له امله د وژل شويو کسانو شمېر کم شوی

cri     (GMT+08:00) 2017-01-05 10:26:18

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د پاکستان د ډېلي تايمز ورځپاڼې د جنورۍ په ٤مه نېټه خبر ورکړ چې د پاکستان د کارپوهانو د امنيت څېړنيز مرکز له راپور سره سم په ٢٠١٦ کال کې په پاکستان کې د ترهګريزو بريدونو له امله د وژل شويو کسانو شمېر ٢٦١٠ دی چې د تېر کال په پرتله ٤٥ سلنه کم شوی دی.خو د بلوچستان او پنجاب په ايالتونو کې د وژل شويو شمېر زيات شوی چې په جلا جلا توګه ٧٩٨ او ٤٢٤ تنه دی.

د راپور په اند د زورزياتي پېښو کې د وژل شويو شمېر له کمېدو څخه څرګندېږي چې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان د حکومت عمليات په تېره بيا په شمال وزيرستان کې پوځي عمليات پرمختګونه تر لاسه کړي دي.خو په بېلا بېلو ځايونو کې د ترهګرو بريدونه لاهم شته.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای