CRI Online

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د انضباطي څارنې عمومی غونډه به ژر تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2017-01-05 15:19:52

د جنوری په شپږمه نېټه به د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د انضباطي څارنې عمومی غونډه په بېجينګ کې تر سره شي.د دې غونډې د تر سره کېدو سره سره به په ٢٠١٧ کال کې د چين د واکمن ګوند د فساد پرضد پرده هم پرانيستل شي.

د چين د اتلسمې دورې ملي کانګرس تر جوړېدو وروسته د چين نوي مشرتوب د فساد پرضد د مبارزې لپاره ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي. تېر کال د ولايت په کچه څلوېښت تنه حکومتي چارواکي محاکمه شوي چې په دې جمله کې پنځه دېرش تنه يې محبوس شوي وو.د دې ترڅنګ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د انضباطي څارنې رسمي ويبپاڼې هره مياشت د فساد په اړه زر قضيې خپرې کړې چې ځايي وګړو ته يې ډير زيانونه رسولي دي.

د چين د مرکزي ګوندي ښوونځي پروفيسر شين مينګ په دی اند دی چې تر څلور کلنو کوښښونو وروسته په چين کې د هغو چارواکو شمېر چې له قوانينو څخه يې سرغړونه کړې ده،کم شوی دی ،خو دا معنی نه لري چې تر هغه وروسته به د فساد پر ضد د مبارزې زور کمزوری وي، د فساد مخنيوی به د فساد پرضد د نوې دندې يو مهم ټکی دی.هغه وويل (اواز..........)په ٢٠١٧ کال کې به د فساد پرضد د مبارزې په برخه کې له ګوندي انضباط څخه د سرغړونې په لومړيو ورځو کې پر وخت د اړوندو مامورينو چلند سم کړو تر څو د ډېرو چارواکو د جنايت مخنيوی وشي.خو دا معنی نه لري چې د فساد پرضد د مبارزې زور کمزوری دی بلکې په دې برخه کې لاسته راوړنې تر لاسه شوي دي.

تېر کال يو داسې کال و چې د فساد په اړه د ډېرو قضيو د عدليې محکمولو شفافيت پای ته رسيدلي او د چين د کمونېست ګوند په دننه کې قانوني نظام او مقررات بشپړ شوي دي.په تېرو څلورو کلونو کې د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې څه باندې پنځوس قانوني مقررات چې د ګوندي تګلارې له بېلا بېلو برخو سره تړاو لري، خپاره شوي او تعديل شوي وو.شين مينګ پر دې ټينګار وکړ چې د واقعي حالاتو له پرمختګ او په جدي توګه د ګوند ادارې له غوښتنې سره سم د ګوندي انضباط او مقررات جوړول او تعديل د نظام له مخې د ګوند ادارې يوه څرګنده نښه ده.د ده په اند په ٢٠١٧ کال کې ښايي د ګوندي نظام جوړونه څلورو برخو ته پاملرنه وکړي تر څو ټول ګوندي چلند د نظام او مقرراتو له مخې تر سره شي.هغه وويل (اواز............)د ګوندي نظام جوړونه به د ګوندي ترتيباتو، د مشرتابه رول، ګوندي جوړونې او څارنې په شمول څلورو برخو کې د قوانينو جوړولو، خپرولو او کارولو ته پاملرنه وکړي تر څو د ګوندي نظام شبکه نوره کلکه ش.په دې بهير کې د ګوندي نظامونو علمي کېدل تائيد شوي چې بېلا بېل نظامونه يو له بل سره همغږی وکړي.

په ٢٠١٧ کال کې به د چين د انضباطي څارنې نظام اصلاحات په رسمي توګه پيل شي.لږه موده دمخه د چين ملي کانګرس د دايمي کميټې په نوبتي غونډه کې په ځينو ځايونو کې د دولتي څارنې د نظام د اصلاحاتو د ازمويښتني کارونو د تر سره کولو په هکله پرېکړه ليک تصويب شو تر څو په ټاکلي وخت کې د اصلاحاتو موخې د تر سره کولو لپاره قانوني ضمانت برابر شي.د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د انضباطي څارنې د څېړنيز دفتر مسئول مياو چينګ وانګ وويل چې په ٢٠١٧ کال کې به دغه کار رښتينی پرمختګ ومومي.(اواز..........) په راتلونکي ګام کې به په ازمويښتي سيمو کې د چين د ملي کانګرس د دايمي کميټې له پرېکړې سره سم د ولايت، ښار او ولسوالۍ په کچه د څارنې کميټې جوړې شي او د ٢٠١٧ کال په مارچ مياشت کې به د ولايت په کچه د څارنې کميټې د جوړونې کار بشپړ شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای