CRI Online

د افغانستان اسلامي ګوند له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې افغانستان ته د دغه ګوند مشر د بېرته ستنېدو لپاره شرايط برابر کړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-01-05 20:53:08

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان اسلامي ګوند د جنورۍ په ۵مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې که څه هم م م له تور ليست څخه د دغه ګوند د مشر ګل البدين حکمتيار نوم نه دی لرې کړی، خو بيا هم هغه به بېرته افغانستان ته راستون شي. په دغه اعلاميه کې له حکومت څخه غوښتنه شوي چې افغانستان ته د ګل البدين حکمتيار د بېرته ستنېدو لپاره ښه زمينه برابره کړي.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې بهرنۍ خواوې حق نه لري چې د افغانستان په سوله ييز بهير کې خنډونه واچوي او د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي. د افغانستان چارې بايد د افغانانو تر لارښوونې لاندې وي. حکومت بايد له دغه ګوند سره د سوله ييز تړون د پلې کولو لپاره هڅې وکړي کوم چې د تېر کال په سپتمبر کې لاسليک شوی دی او محتويات يې په زندان کې د دغه ګوند د غړيو له خوشي کولو او د ګل البدين حکمتيار د ملاتړکوونکو د ميشت کولو څخه عبارت دي. داسې شرايط به افغانستان ته د ده د بېرته ستنېدو لپاره ښه زمينه برابره کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای