CRI Online

په ٢٠١٦ کال کې د انحصاري حقونو په اړه د غوښتنليکونو شمېر درې مليونه څلور لکه او پنځه شپېته زره و

cri     (GMT+08:00) 2017-01-06 15:43:19

د چين د پوهنې ملکيت حق ادارې د مشرانو غونډه په دې وروستيو ورځو کې په بېجينګ کې تر سره شوه.د چين د پوهنې ملکيت حق د ادارې مشر شن چانګ يوو د معلوماتو له مخې د چين د پوهنې ملکيت حق ادارې په ٢٠١٦ کال کې د انحصاري حقونو په اړه يو مليون درې لکه او نهه دېرش زره غوښتنليکونه منلي چې دغه شمېر د امريکا، اروپا، جاپان او د جنوبي کوريا له عمومي شمېر سره برابر دی.

د چين د پوهنې ملکيت حق ادارې مشر شن چانګ يوو د روانې مياشتې په پنځمه نېټه د پوهنې ملکيت حق ادارې د مشرانو په غونډه کې وويل چې په ٢٠١٦ کال کې د چين د پوهنې ملکيت حق په چارو کې بېلا بېل پرمختيايي ګرافونه لوړ شوي چې په دې جمله کې د انحصاري حقونو په اړه د غوښتنليکونو شمېر يو مليون درې لکه او نهه دېرش و او په نړۍ کې يې لومړی مقام نيولی او د امريکا، اروپا، جاپان او جنوبي کوريا له عمومي شمېر سره برابر و.هغه وويل (اواز.........) په تېر يو کال کې د دريو ډلو انحصاري حقونو د غوښتنليکونو شمېر درې مليونه څلور لکه پنځه شپېته زره و چې دغه رقم د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ٢٣ اعشاريه اته زيات شوی دی.په دې جمله کې د نوښت او ابتکار د انحصاري حق په اړه د غوښتنليکونو شمېر يو مليون درې لکه نهه دېرش زره و چې د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ٢١ اعشاريه پنځه زيات شوی دی. د څارل شويو اړوندو غوښتنليکونو شمېر شپږ لکه او پنځه اويا زره و چې د څارنې موده يې شاوخوا دوه وېشت مياشتې ده.د پي سي تي د نړيوالو انحصاري حقونو په اړه د غوښتنليکونو شمېر له څلوېښت زرو څخه زيات و .د چين په دننه کې د نوښت او ابتکار د اغيزمنو انحصاري حقونو شمېر له يو مليون څخه اوښتی و چې د هر لسو زرو په سر دغه شمېر اته و.په ٢٠١٥ کال کې په هغو صنايعو کې چې ډېر انحصاري حقونه لري، د توليد د زياتوالي ارزښت د چين د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت په سلو کې ١٢ اعشاريه څلور و.

د دې ترڅنګ د پوهنې ملکيت حق ډېرې ګټې هم رسولي دي.په ٢٠١٦ کال کې په ګروۍ د چين انحصاري حق د راغونډ شويو پيسو ازرښت درې څلوېښت مليارډه شپږ سوه مليونه يوانو ته رسيدلی دی.د بېلا بېلو مهمو صنايعو د پوهنې ملکيت حق لرونکو صندوق له خوا د لومړي پړاو راغونډې شوې پيسې څلور مليارډه دوه سوه اتيا مليونه يوانه و .د دې ترڅنګ د پوهنې ملکيت حق لرونکي نمونوي تصدۍ هم رامنځته شوي دي.

خو دا د پاملرنې وړ ده چې اوس مهال په چين کې د پوهنې ملکيت حق ساتنه لاهم له ډېرو ستونزو او مسئلو سره مخامخ ده د بېلګي په توګه د شاهد د وړاندې کولو په بهير کې ستونزه موجوده ده، د پوهنې ملکيت د حق د منظورۍ موده اوږده ده، د دې حق د ساتنې لګښت لوړ او جبران يې ټيټ دی.په دې هکله د چين د پوهنې ملکيت حق ادارې مشر شن چانګ يوو وويل چې په ٢٠١٧ کال کې د پوهنې ملکيت حق د ساتنې جوړښت بايد بشپړ شي.هغه وويل (اواز..........)لومړی د انحصاري حق، سوداګريزو نښو، د چاپ حق او د حيواناتو ډولو،جغرافيايي نښو،ولسي هنر،سوداګريزو رازونو په اړه د پوهنې ملکيت حقونه شته دي.سربېره پردې د دې حق د ساتنې لارې چارې هم ډېرې دي.د بېلګي په توګه د دې حق ثبتول او څارل، عدلي ساتنه ، منځګړيتوب او داسې نور.رښتيا ده چې د پوهنې ملکيت حق د ساتنې لپاره يو کاري جوړښت بايد جوړ شي تر څو دغه حق په ښه او اغيزمنه توګه وساتل شي.

هغه پر دې ټينګار وکړ چې په ٢٠١٧ کال کې د پوهنې ملکيت حق د ساتنې لپاره د همغږۍ ميکانيزم بايد نور هم بشپړ شي په تېره بيا د پوهنې د ملکيت حق د ساتنې په برخه کې د دولتي او ځايي څانګو ترمنځ همکاري بايد پياوړې شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای