د جنورۍ په اتمه نېټه کابل کې د پروژې د لاسليک کولو په مراسمو کې د چين د سړکونو او پلونو پروژو شرکت منيجر (مخکښ کيڼ) او د افغانستان د ټولګټو چارو وزير د لاس ورکولو په حال کې
د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت او د چين د لو چياو د پروژو شرکت د جنورۍ په ٨مه نېټه د افغانستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې له باميان ولايت څخه تر سمنګان ولايت پورې د سړکونو د ابادولو پروژۍ د لاسليکولو مراسم تر سره کړل.په دې مراسمو کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او په افغانستان کې د چين لنډ مهالي شارژدافير جانګ جه شين هم ګډون درلود.
د افغانستان د ټولګټو چارو وزير محمود بليغ په مراسموکې وويل چې ياد سړکونه به د ٣٧ کليو له لارې د سمنګان ولايت له داري صوف سيمې څخه د باميان ولايت تر يکاولانګ سيمې پورې وتړل شي او اوږوالی يې ١٧٨ کيلو مترو ته رسېږي چې د افغانستان د جنوب او شمال ترمنځ د دهليز دوهم پړاو دی.دغه پروژه د افغانستان د اقتصادي زياتوالي او د بېلا بېلو ولايتونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو لپاره يو مهم ګام دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |