د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، ناټو د جنورۍ په ٨مه نېټه اعلان وکړ چې د افغاستان په فراه ولايت کې يې له ٢٠٠ تنو نه زيات سرتيري ځای پر ځای کړي.
د ناټو په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې په افغانستان کې د ناټو لومړي قوماندان څه باندې ٢٠٠ سرتيرو ته له افغان دفاع او امنيتي پوځونو سره د مرستو صلاحيت ورکړ چې عمده دنده به يې د روزنې، سلامشورې او همغږۍ په برخو کې د افغانستان له ځايي پوځونو سره مرسته کول وي.
د روانې مياشتې په ٧مه نېټه، د امريکا د دفاع وزارت پلان خپور کړ چې د سږ کال په پسرلي کې د افغانستان په هلمند ولايت کې د سمندري کوماندو ځواک ٣٠٠ سرتيري ځای پر ځای کړي. د امريکا د دفاع وزارت وياند وويل، چې ياده ډله به په هلمند ولايت کې د امريکا د ځمکني پوځ پر ځای ميشت کړي او د افغان پوځونو او پوليسو لپاره به روزنې او سلامشورې ورکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |