CRI Online

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د انضباط څارنې کميسيون اوومه عمومي غونډه پای ته ورسېده

cri     (GMT+08:00) 2017-01-09 16:50:02

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د اتلسمې دورې مرکزي کمېټې د انضباط او د سپلين څارنې کميسيون اوومه عمومي غونډه د جنورۍ په اتمه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسېده. په دې غونډه کې يوه اعلاميه او د کمونېست ګوند د انضباطو څارنونکو ارګانونو د کار کولو مقررات خپاره شول. له دې نه پرته، په دې غونډه کې د انضباط او د سپلين د نظارت په اړه د اوو کارونو ليست هم خپور شوی دی. د اړوند کارپوه په اند، دغې غونډې د کمونېست ګوند د جدي ادارې د هڅولو لپاره څرګنده لارنقشه جوړه کړې ده.

ياده غونډه د روانې مياشتې له ٦مې نېټې څخه تر ٨مې نېټې پورې په بېجينګ کې ترسره شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې غونډه کې په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې چين به د فساد ضد په وړاندې کلکه مبارزه وکړي. ده وويل

(( موږ به له فساد سره کلکه مقابله وکړو ، په هېڅ وجه به فساد و نه منو او په ټينګ هوډ سره به له فساد سره په مقابله کې برياليتوب تر لاسه کړو. ))

په دې غونډه کې د خپرې شوې اعلاميې له مخې، په ٢٠١٧ کال کې به د چين کمونېست ګوند له فساد سره مقابلې ته دوام ورکړي، په عين وخت کې د کمونېست ګوند په دننه کې د سياسي ژوند جدي کېدل او د دولتي نظارت نظام د اصلاحاتو په شمول ځيني کارونه هم د ٢٠١٧ کال د مهمو کارونو په ليست کې شامل شول.

د بېجينګ پوهنتون د شفافې ادارې د څېړنيز مرکز مرستيال جوانګ ده شوې وويل دغې غونډې د کمونېست ګوند د راتلونکې نولسمې عمومي غونډې د ترسره کېدو لپاره مهم رول لوبولی چې د څو اغېزمنو تګلارو په اثر به د کمونېست ګوند د هراړخيز جدي ادارې وهڅول شي. ده وويل

((يوه خوا په دې غونډه کې دا تاييده شوې چې د کمونېست ګوند به په دوامداره توګه له فساد سره کلکه مبارزه وکړي، د انضباط او د سپلين څارنه به پياوړې کړي او د واک د نظارت او محدوديت سيسټم به جوړ او بشپړ کړي چې په اتلسمه عمومي غونډه کې کړې ژمنه به پوره شي. بله خوا په دې غونډه کې د ٢٠١٧ کال نوي کارونه او دندې هم وړاندې شوي، مثلا د کمونېست ګوند په دننه کې د سياسي ژوند جدي کېدل د روان کال لومړی مهم کار دی. څرنګه چې په وروستيو کلونو کې د فساد مسئلو لاملونه د ميکانيزم له عواملو نه پرته، يو بل مهم لامل دا دی چې د کمونېست ګوند په دننه کې سياسي ژوند له ستونزې سره مخ شوی، نو د کمونېست ګوند په دننه کې د سياسي ژوند د جدي کولو موخه د فساد مسئله په بنسټيزه توګه لرې کول دي. ))

د ٢٠١٦ کال په پای کې د چين د نظارت ميکانيزم اصلاحات په رسمي توګه پيل شوي چې ډېرې پاملرنې يې جلب کړې. د انضباط او د سپلين څارنې کميسيون په ياده غونډه کې د نظارت ميکانيزم د اصلاحاتو لارنقشه وړاندې شوې چې د نظارت دولتي کمېټې د جوړېدو، په ازمويښتي سيمو کې د اجراييوي نظارت، د فساد مخنيوي او د څارونکو ارګانونو کارکوونکو د راغونډېدو او د ولايت، ښار او ولسوالۍ په کچه د دريو درجو نظارتي کمېټو د جوړېدو په شمول تدبيرونه پکې شامل دي.

د چين د سياست او قانون پوهنتون د مرستيال ما هوا ده په اند، د دغو اصلاحاتو له امله به د فساد پر ضد د مبارزې په اړه ټول ځواک راغونډ شي او له فساد سره د مبارزې اغېزه به لا نوره پياوړې شي. هغه وويل، په ٢٠١٧ کال کې به چين د نظارت ميکانيزم اصلاحات د هېواد له بېلا بېلو سيمو څخه د دولت په کچه ترسره کړي، په دې بهير کې به هرومرو دغه اصلاحات له ډېرو ستونزو سره مخ وي. نو موږ بايد په دې ترڅ کې کلک ټينګ هوډ وساتو او اغېزمن تدبيرونه ونيسو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای