د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د پاکستان ځواکونو د عامه اړيکو څانګې د جنورۍ په ٩مه نېټه وويل چې په همدې ورځ د پاکستان ځواکونو په بريالۍ توګه د بابر ٣ ډوله کروز توغندی وتوغاوه.دا لومړی ځل دی چې پاکستان په بريالۍ توګه له اوبتل څخه توغندی توغوي.د دې توغندي ويشتونکی واټن ٤٥٠ کيلو مترو ته رسېږي.
د پاکستان خبري رسنيو خبر ورکړ چې دغه توغندی اتومي ګولۍ وړلی شي او په همدې ورځ د پاکستان ځواکونو له خوا تر هندي سمندر لاندې له اوبتل څخه توغول شوی او په بريالۍ توګه يې ټاکلی هدف په نښه کړی دی.د ٢٠١٦ کال د دسمبر په ١٤مه نېټه د پاکستان ځواکونو په بريالۍ توګه د بابر ٢ ډوله کروز توغندی توغولی و.
د بابر توغندی د پاکستان له خوا جوړ شوی کروز توغندی دی او د پاکستان مهم ستراتيژيکه دفاعي وسله ده.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |