CRI Online

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې دسپلين او د څارنې کمسيون د هېواد د نظارت ميکانيزم اصلاحات تفسير کړل

cri     (GMT+08:00) 2017-01-10 16:18:35

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د دسپلين لد د څارنې کمسيون د جنورۍ په نهمه نېټه د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر په بلنه يوه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه چې د اتلسمې دورې د مرکزي دسپلين کمسيون د تازه پای ته رسيدلې اوومې غونډې د لاس ته راوړنو په باره کې مالومات ورکړل. د بهرنيو تر پاملرنې لاندې د هېواد د نظارت ميکانيزم د اصلاحاتو په هکله اړوند چارواکي وويل د دغه سيستم د اصلاحاتو ژورتيا بنسټيز هدف د فساد ضد په کارونو کې د کمونېست ګوند د لارښوونې پياوړي کول دي او له دغو اصلاحاتو وروسته به د ټولو حکومتي کارکوونکو نظارت عملي شي.

د چين د کمونېست ګوندد مرکزي کميټې د دسپلين او د څارنې کميسيون د منشي مرستيال وو يوی ليانګ وويل(اواز)

د چين د شميرنې ادارې لخوا د کمونېست ګوند د شفافيت په اړه د خلکو د عمومي نظريو له مخې د کمونست ګوند د اتلسمې دورې ملي ولسي کانګرس له جوړېدو مخکې د کمونېست ګوند د شفافيت او د فساد ضد کارونو په هکله د خلکو د خوښيو اندازه ٧٥ سلنه، په ٢٠١٣کال کې ٨١سلنه، په ٢٠١٤ کال کې ٨٨اعشاريه ٤سلنه، په ٢٠١٥ کال کې ٩١اعشاريه ٥ سلنه او په ٢٠١٦ کال کې ٩٢اعشاريه ٢ سلنه وه چې هر کال د زياتېدو په حال کې وه.

د شميرنې له مخې د چين د کمونېست ګوند د اتلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس راهيسی د چين د مرکزي کميټې د دسپلين کمسيون د مرکزي کميټې د لومړۍ کچې ٢٤٠ تنو کدرونو د څارنې قضيې اجرا کړې چې په جدی توګه يې په سياسي او اقتصادي چارو کې د فساد له لارې د ګټو شريکولو پيښو څارلي او د فساد ضد د ټينګې مبارزې تمايل رامنځته شوی دی.

اوس په چين کې د فساد ضد کارونه څنګه روان دي؟ دا د پاملرنې وړ مسئله ده. لږه موده مخکې چين د نظارت ميکانيزم د اصلاحاتو د ازمايښتي ځايونو لايحه خپره کړه چې لومړی په بيجينګ ښار، شان شي او جه جيانګ ولايتونو کې تر سره کړي او په راتلونکې کې به د هېواد، ولايت، ښار او ولسوالۍ په کچه د نظارت کميټې جوړې کړي. د نظارت څانګې مرستيال شياو پې وويل دا په چين کې د سياسي ميکانيزم پيل مهم اصلاحات دي. (اواز)

په چين کې د نظارت ميکانيزم د اصلاحاتو ژورتيا بنسټيز هدف د فساد ضد کارونو کې د کمونېست ګوند د لارښوونې پياوړي کول دي چې د نظارتي ارګانونو، د فساد د دفاع ادارو او د څارنې ارګانونو کې د فساد او رشوت ضد جرمونو، په دندو کې د بی غورۍ کولو او د خپلو دندو له لارې د جرمونو د مخنيوي کارونه تنظيم کړي او په بېلا بېلو ازمويښتي ځايونو کې د نظارت نوي ارګانونه جوړ شي. څرنګه چې د بېلا بېلو کچو ټولو حکومتي کارکوونکي به تر نظارت لاندې راوستل شي.

په وروستيو کلونو کې د چين په دننه کې د فساد ضد کارونو د تر سره کېدو په همدې وخت کې چين هم په دې باره کې له نړيوالو سره ښې همکارۍ کړې دي. د چين د فساد ضد ادارې مرستيال او د مرکزي کميټې د دسپلين د څارنې کميسيون د نړيوالې همکارۍ ادارې مشر ليو جيان چاو وويل(اواز)

اوس چين د فرانسي، اسپانيا او ايتاليا په شمول له ٤٨ هېوادونو سره په فساد د ککړو او تورنو د تسليمولو تړونونه لاسليک کړي دي. موږ هم غواړو له امريکا او نورو هېوادونو سره يو د بل د درناوي کولو، د ګډو ګټو د تر لاسه کولو او يو بل ته د پاملرنې کولو پر بنسټ په فساد د ککړو د تسليمولو تړونونو د لاسليکولو په هکله بحثونه وکړو تر څو په لا ښه ډول د فساد ضد جرمونو په شمول د نړيوالو جرمونو سره په مبارزو کې له دغو هېوادونو سره همکارۍ وکړو او په دغو هېوادونو کې د فساد کوونکو او نورو مجرمينو د ژغورنې خوندي ځايونو د نه ګرځېدو مخهونيسو.

ليو جيان جاو وويل چين به په راتلونکې کې د مجرمينو د نيولو، د ناقانونه پ د بير ته تر لاسه کولو په برخو کې له اړوندو هېوادونو سره همکارۍ وکړو او له دوه اړخيز او څو اړخيزې لارې به ميکانيزمونه جوړ کړو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای