CRI Online

د افغانستان په کابل او کندهار کې يو لړ چاودنې وشوې چې له امله لس ګونو تنو مرګژوبله اوښتې ده

cri     (GMT+08:00) 2017-01-11 09:31:17

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د جنورۍ د لسمې نيټې له غرمې وروسته په کابل کې د پارلمان ودانۍ ته نژدی دوه چاودنې وشوې چې له امله لس ګونه تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د شاهدانو په وينا لومړۍ چاودنه له غرمې وروسته په شاو خوا ٣بجو او ٤٥دقيقو وشوه چې يو ځانمرګې بريدګر يو حکومتي بس ته نژدې ځان پورې تړلي بمونه وچاودول او دويمه چاودنه له لسو دقيقو وروسته وشوه.

ځايي پوليسو وويل د چاودنې ځای ته نژدی د امنيتي چارو ادارې په شمول د حکومتي څانګو ودانې پراتې دي او په چاودنو کې لږ تر لږه ٢٥تنه مړه او د امنيتي چارو ادارې د يو جګ پوړی مامور او يو پارلماني غړي په شمول ٦٤ تنه نور ټپيان شوي دي. د افغانستان حکومت تر اوسه د مرګژوبلو حالت نه دی اعلان کړی. طالبانو د دغو چاودنو پړه پر غاړه اخيستې ده.

په همدې ورځ ماښام د کندهار ولايت په کندهار ښار کې دوې چاودنې وشوې چې له امله يې لږ تر لږه ٥تنه وژل شوي او څه دپاسه لس تنه نور ټپيان شوي دي. دغه چاودنه د کندهار ولايت په حکومتي هوټل کې شوې چې د کندهار ولايت والي همايون عزيزي، په افغانستان کې د عربي متحده اماراتو لوی سفير او د سفارت يو کارکوونکی ټپيان شوي دي. تر اوسه هيڅ ډلې يا شخص د دغې پيښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای