د سين هوااژانس د خبر له مخې: د م م سرمنشي سټيفن دوجاريک د جنورۍ په ١٠مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره په کابل او کندهار ښار کې د يو لړ ترهګريزو چاودنو غندنه وکړه.
اعلاميه وايي په چاودنو کې لس ګونه تنه وژل شوي او په افغانستان کې د عربي متحده امارات سفارت لوی سفير په شمول زيات کسان ټپيان شوي دي. م م د دغو بريدونو غندنه وکړه او پر دې يې ټينګار کړی چې د بې ګناه خلکو او ديپلوماتانو په مقابل کې ټول بريدونه د نړيوال قانون او د بشري حقوقو سرغړونه ده. م م غوښتنه کړې چې ژر د دغو چاودنو بريدګر ونيسي.
م م په چاودنو کې د مړه شويو کسانو کورنيو غړيو ته خواخوږي څرګنده کړې او هېله يې ښودلې چې ټپيان ژر بيا جوړ شي. م م د افغانستان او د عربي متحده امارات له حکومتونو او خلکو سره يو ځای دي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |