د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عربي متحده اماراتو د بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ په ١١ مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې پنځه ډيپلوماتان يې د روانې مياشتې په لسمه نېټه د افغانستان د کندهار په بمي بريد کې وژل شوي او ولسمشر يې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی.
د عربي متحده اماراتو خبري اژانس د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې په قول وويل، چې د عربي متحده امارات په کلکه دغه شريرانه بريد غندي، ولسمشر د شيخ خليفه بن زياد د وژل شويو ډيپلوماتانو او ټپيانو کورنيو ته ژوره خواشيني څرګنده کړه او حکومتي ادارو ته يې امر ورکړ چې د دغه هېواد بيرغ نيمه ځوړنده وي. په دې اعلاميه کې د پنځو وژل شويو ډيپلوماتانو نومونه هم خپاره شوي او ويل شوي چې دوی په جګړه ځپلي افغانستان کې د بشري مرستو، ښوونې او پرمختګ په چارو لګيا وو. د عربي متحده اماراتو د بهرنيو چارو وزارت او وسله وال ځواک به د افغانستان له حکومت سره په ګډه دغه ترهګريز بريد وپلټي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |