CRI Online

په افغانستان کې د يو لړ چاودنو له امله ٥٦ تنه وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-01-12 09:49:54

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،افغان حکومت د جنورۍ په ١١مه نېټه وويل چې د روانې مياشتې په ١٠مه نېټه د افغانستان په ٣ ښارونو کې د ٤ چاودنو له امله ٥٦ تنه وژل شوي چې په کې د عربي متحده اماراتو ٥ ډيپلوماتان هم شته او سلګونه تنه نور ټپيان شوي دي.

پر ځايي وخت د ١٠مې نېټې تر غرمې وروسته په کابل کې پارلماني ودانۍ ته نژدې ٢ چاودنې وشوې چې له امله يې لږ تر لږه ٣٦ تنه ووژل شول او ٨٠ تنه نور ټپيان شول.وسله والو طالبانو د ٢ پېښو پړه پر غاړه اخيستې ده.د افغانستان ولسمشر اشرف غني د دې پېښو سخته غندنه وکړه.

د ١٠مې نېټې په شپه د کندهار ولايت په کندهار ښار کې د حکومت په مېلمستون کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ١٣ تنه وژل او څو تنه نور ټپيان شوي دي.تر اوسه پورې هېچا يا هېڅ ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نده اخيستې.

بر سېره پر دې،د روانې مياشتې په ١٠مه نېټه د هلمند ولايت په لښکرغاه کې د وسله والو طالبانو د يو ځانمرګي بريد له امله ٧ تنه ووژل شول.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای