CRI Online

افغان حکومت د وسله والو د له منځه وړلو لپاره تدبيرونه نيولي

cri     (GMT+08:00) 2017-01-12 10:24:11

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،په وروستيو ورځو کې د افغانستان په څو ځايونو کې ترهګريز بريدونه رامنځته شوي چې امنيتي حالات يو ځل بيا د افغانستان د پاملرنې وړ ګرځېدلي دي. د افغانستان اجرائيوي رئيس عبدالله عبدالله وويل چې د هېواد امنيت شورا به له امنيتي حالاتو سره سم اړوندې تګلارې جوړې کړي.

له شمېرنې سره سم،د ٢٠١٦ کال له اګست څخه تر دسمبر پورې په افغانستان کې ٧٧٧ بريدونه رامنځته شوي چې له امله يې څه نا څه ٥٨٨٧ تنه وژل او ٤٤١٠ تنه نور ټپيان شوي دي.د روان کال په جنورۍ کې په بدخشان او هلمند ولايتونو کې بمي چاودنې وشوې او په ١٠مه نېټه په کابل او کندکار ښارونو کې د بريدونو له امله لسګونه تنه ووژل شول او په افغانستان کې د عربي متحده اماراتو د لوي سفير په ګډون څو تنه نور ټپيان شول.

د تېر کال له دسمبر څخه د افغانستان د دفاع او د کورنيو چارو وزارتونو په ګډه په هېواد کې ٢١ ځلې پوځي عمليات تر سره کړي.بر سېره پر دې،د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په وروستيو ورځو کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د هېواد امنيت شورا د دفاع وزارت او د امنيتي ځواکونو د پرمختګ په اړه ٤ کلن پلان تصويب شو.که څه هم افغان حکومت فعال تدبيرونه نيولي دي،خو د عامو افکارو په اند د هېواد د امنيتي حالاتو د ښه والي لپاره بايد ډېرې هڅې وشي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای