CRI Online

امنيت شورا له افغانستان څخه غوښتنه کوي چې ترهګران دې د قانون منګولو ته وسپاري

cri     (GMT+08:00) 2017-01-12 11:26:53

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، امنيت شورا د جنورۍ په ١١مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د افغانستان د کابل په شمول ځينو سيمو کې د ترهګريزو بريدونو غندنه وکړه او غوښتنه يې وکړه چې بايد دغه ترهګران د قانون منګولو ته وسپارل شي.

امنيت شورا په دې اعلاميه کې د روانې مياشتې په لسمه نېټه په کابل ښار او هلمند ولايت کې د شويو ترهګريزو پېښو غندنه وکړه چې له امله يې ١٣٣ تنو ته مرګژوبله رامنځته شوې. طالبانو د دغو دواړو بريدونو پړه پر غاړه اخيستې ده.

امنيت شورا په عين وخت کې په لسمه نېټه کندهار ښار کې د شوي ترهګريز بريد غندنه وکړه چې له امله يې د عربي متحده اماراتو د ٥ ډيپلوماناتو په شمول څو تنه مړه شوي او په افغانستان کې د عربي متحده اماراتو د سفير او د کندهار والي په شمول ١٨ تنه ټپيان شوي دي. امنيت شورا له ټولو هېوادونو څخه غوښتنه کوي چې بايد د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې له افغان حکومت سره فعاله همکاري وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای