CRI Online

د چين حکومت د اسيا او ارام سمندر سيمې په امنيتي چارو کې د چين د همکاريزو تګلارو په هکله لومړی سپين کتاب خپور کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-01-12 15:54:05

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جنورۍ په ١١مه نېټه د اسيا او ارام سمندر سيمې په امنيتي چارو کې د چين د همکاريزو تګلارو په هکله لومړی سپين کتاب خپور کړ. د چين د حکومت اړوند چارواکي په همدې ورځ وويل د چين حکومت هېله لري چې د دغه سپين کتاب له لارې بېلا بېلې خواوې د اسيا او ارام سمندر سيمې په امنيتي چارو کې د چين د همکاريزو تګلارو په هکله پوره مالومات ولري، په دې سيمه کې له پرتو هېوادونو سره ګډ کوښښونه وکړي، په ګډه سيمه ييزه سوله او ثبات وساتي او په دې سيمه کې د ګډې سمسورتيا هڅونه وکړي.

په دغه سپين کتاب کې د اسيا او ارام سمندر سيمې په امنيتي چارو کې د چين د همکاريزو تګلارو او نظرياتو، د چين او په دې سيمه کې د نورو عمده هېوادونو تر منځ د اړيکو او د تودو سيمه ييزو مسئلو په هکله د چين د دريځونو او نظريو په برخو کې محتويات ليکل شوي دي. سپين کتاب دې ته اشاره کوي چې په وروستيو کلونو کې د اسيا او ارام سمندر سيمې ته د بېلا بېلو هېوادونو پاملرنې زياتې شوې دي او د نړيوالو اړيکو د جوړښت تنظيمولو سره سره په دې سيمه کې جوړښت هم په ژوره توګه بدل شوی دی. چين تل د ګډو ګټو په تر لاسه کولو سره د همکارۍ پر نظريې او په امنيتي چارو کې پر ګډ، هراړخيز، همکاريز او دواملرونکي دريځ ټينګار کوي. د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر وياند هو کای هونګ په خبري ناسته کې وويل(اواز)

په وروستيو کلونو کې د اسيا او ارام سمندر په سيمه کې پرمختګ ور ځ په ورځ د پاملرنی وړ دی او دغه سيمه په ټوله نړۍ کې يو ډېر فعال او پټ توان لرونکی ځای ګرځيدلی دی. چين تل په دې سيمه کې د سولې، ثبات، سمسورتيا او پرمختګ د ساتلو، د سوله ييزې پرمختيا د لارو، د ګډو ګټو په تر لاسه کولو د ورخلاصون د ستراتيژۍ، په سوله کې د ګډ ژوند په اړه د پنځو اصولو پر بنسټ له نورو هېوادونو سره د دوستانه همکارۍ او په هراړخيزه توګه په سيمه ييزې همکارۍ کې د ګډون پر نظريو ټينګار کوي.

په وروستيو کلونو کې په تېره بيا ٢٠١٦ کال کې د نړۍ د سياسي او اقتصادي حالاتو ډېر بدلونونه د پاملرنې وړ دي. په دې حال کې د اسيا او ارام سمندر په سيمه کې د پرمختګ تمايل ساتل شوی دی. د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير ليو جن مين وويل د چين حکومت هېله لري چې دغه سپين کتاب د بېلا بېلو خواوو فعال غبرګونونه تر لاسه کړي او په ګډه او ثابته توګه په امنيتي چارو کې سيمه ييزه همکارۍ پرمخبوزي. ښاغلي ليو جن مين وويل په دې سيمه کې د دواړو لويو اقتصادي هېوادونو په حيث د چين او امريکا تر منځ همکارۍ د سيمه ييز امنيت ساتلو لپاره مهم رول لري، نو په دې سيمه کې امنيت د بېلا بېلو هېوادونو کوښښونو په تيره بيا د لويو هېوادونو تر منځ همکارۍ ته اړتيا لري. امريکا لوی هېواد دی، خو په خپله د دې سيمې د امنيت ساتلو توان نه لري او چين به د امريکا رول نه شی پر ځای کولی. هغه وويل (اواز)

چين غواړي چې له امريکا سره مقابله ونه کړي، يو د بل درنای وکړي، د همکارۍ له لارې ګډې ګټې تر لاسه کړي، د اسيا او ارام سمندر په سيمه کې ښې همغږۍ او همکارۍ وکړي. چين له روسيې سره د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګولو دريځ غوره کوي. چين غواړي له هند سره لا ټينګې دوستانه اړيکې پياوړې کړي. چين به د تاريخ په يادولو سره راتلونکې ته په لور د پرمختګ پر روحيې په ټينګارولو سره له جاپان سره اړيکې ښه کړي. په همدې وخت کې چين به له ګاونډيو هېوادونو سره دوستانه اړيکې پياوړې کړي او له دغو هېوادونو سره د ګډو ګټو په تر لاسه کولو سره همکارۍ ټينګې کړي.

د جنوبي سمندر سيمې حالات يو پاملرنې وړ ټکی دی. ښاغلي ليو جن مين وويل ثابتوالی، همکارۍ او پرمختګ په دغه سيمه کې د اړوندو هېوادونو ګډه هيله او غوښتنه ده. هغه وويل چين باور لري چې د جنوبي سمندر په سيمه کې همکارۍ به په ٢٠١٧ کال کې نوی پرمختګ ومومي. (اواز)

موږ به د جنوبي سمندر په اړوند د بېلا بېلو خواوو د عملونو د اعلاميې په چوکاټ کې د دغې سيمې د اړوندو هېوادونو او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو تر منځ د همکارۍ هڅونه وکړو، د سمندري پوليسو د قانوني ادارې، په سمندر کې د ژغورنې همکارۍ او د ايکلوژيکی چاپيريال د ساتنې په ساحو کې د همکارۍ په اړه بحثونه وکړو. موږ باور لرو چې په نوی کال کې به د جنوبي سمندر په سيمه کې همکارۍ لا ټينګې شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای