CRI Online

د افغانستان طالبانو د تښتول شويوامريکايانو او استراليايانو ويډيو خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-01-13 14:30:11

د روانې مياشتې په يوولسمه نېټه يو امريکايي او يو استراليايي چې پنځه مياشتې وړاندې تښول شوي وو اوس د افغانستان د طالبانو لخوا په خپره شوې ويډيو کې راښکاره شول، طالبانو د امريکا له حکومت څخه د تښتول شويو کسانو د خوشي کېدو په مقابل کې د خپلو بنديانو د تبادلې غوښتنه کړې ، که نه يرغمل به ووژني. اوس به پدې هکله په پاکستان کې د سي ار ای خبريال وانګ چي راپور واورئ!

د معلوماتو له مخې، استراليايي تيموثي ويکس او امريکايي کيون کينګ په افغانستان کې د امريکايي پوهنتون ښوونکي دي او د تېر کال په اګست مياشت کې تښتول شوي دي. د روانې مياشتې په يوولسمه نېټه د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په ټولنيزې رسنۍ کې د ١٣ دقيقو او ٣٥ ثانيو په اوږوالي ويډيو خپره کړه چې په لومړي ځل دا تائيده شوه چې دواړه يرغمل تراوسه ژوندي دي.

په دې ويډيو کې د دواړو کسانو ويښتان بير او ګيري يې اوږدې ښکاري. استراليايي تيموثي ويکس لومړی د دوی د تښتول کېدو بهير بيان کړ. ده وويل:

((زه په افغانستان کې د امريکايي پوهنتون يو استاد يم، د اګست په نهمه نېټه زه او کيون کيګ له پوهنتونه بهرته د وتلو پر مهال په لاره يو موټر کاريه کړ او وروسته څلورو وسله والو کسانو وتښتولو. نن د جنورۍ لومړۍ نېټه ده او پنځه مياشتې کيږي چې له طالبانو سره په بند کې يو.))

په ويډيو کې کيون کينګ ډېر ناهيلې ښکاري او د خبرو په ترڅ کې ډېر ټوخيږي. هغه په ژړا ژړا د امريکا له منتخت ولسمشر ډونلډ ټرمپ څخه وغوښتل چې راسره مرسته وکړي. نوموړي وويل:

(( موږ غواړو خپلو کورونو ته ستانه شو، ډېر وخت کيږي چې بنديان يو،هيله لرو چې ټرمپ د امريکا پر حکومت فشار واچوي، له طالبانو سره خبرې وکړي او د بنديانو په تبادلې موږ وژغوري، پدې توګه مونږ له کورنيو سره يوځای کيدای شو، دا زموږ يوازينۍ هيله ده.))

ويکس هم په ژړغوني غږ وويل:

(( که د بنديانو تبادله ونه شي، نو موږ به ونه شو کړای چې له خپلوانو سره بيا وګورو، له پلار او مور سره به هم ونه ګورو . ټرمپ ، تاسو ته ځولۍ غوړوم چې له طالبانو سره خبرې وکړئ.

د رويټرز د خبر له مخې، هغه بنديان چې خوشي کېدل يې طالبان غواړي، کابل ته ورڅېرمه دوو زندانونو کې بنديان دي.

د ويډيو له خپرېدو وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو کړه وړه غندلي، خو د ويډيو د ريښتيا په اړه يې څه نه دي ويلي. د استراليا د بهرنيو چارو وزارت وويل، د استراليا حکومت د تښتول شوي استراليايي د خوشي کېدو په موخه له اړوندو هېوادونو سره د همکارۍ په هڅه کې دی ، خو نور غبرګون يې نه دی ښودلی.

وړاندې د امريکا د دفاع وزارت خبر ورکړی و چې د امريکا ځانګړي ځواک د تېر کال په سپتمبر مياشت کې په افغانستان کې د تښتول شويو استادانو د ژوغورلو په موخه پوځي عمليات ترسره کړي وو، خو د دوی د بندېدو ځای د ناسم پوهاوي له امله يې عمليات ناکام شوي وو.

په افغانستان کې امريکايي پوهنتون په ٢٠٠٦ کال کې جوړ شوی او د کابل په لويديځه سيمه واقع دی. دغه پوهنتون يو شخصي پوهنتون دی او اوس څه باندې ١٧٠٠ محصلين لري. دغه پوهنتون څو څو ځلې له ترهګرو بريدونو سره مخ شوی. د تېر کال د اګست په ٢٤ مه نېټه کله چې د يادو دوو ښوونکو له تښتول کېدو يوازې دوه اوونۍ تېرې شوې وې، پر دې پوهنتون يوځل بيا ترهګريز بريد وشو چې پکې د دوو بريدګرو په شمول ١٥ کسان ووژل شول او ٤٥ نور ټپيان شول.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای