CRI Online

د سويس په خبري رسنيو کې د شي جين پينګ سرمقاله خپره شوې.

cri     (GMT+08:00) 2017-01-13 17:09:58

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د جنورۍ په ديارلسمه نېټه له سويس څخه په خپله رسمي ليدنه پيل وکړي او د ۲۰۱۷ کال لپاره د نړيوال اقتصاد فورم په کلنۍ غونډه کې به برخه واخلي. مخکې تر دې، د سويس د نوی زوريچ په ورځپاڼه کې د همکاريو د ژورتيا او د ګډ سوله ييز پرمختګ د پياوړتيا تر عنوان لاندې د رئيس شي جين پينګ سرمقاله خپره شوې.

نوموړي ويلي، چې سږ کال به هغه د لومړی ځل لپاره داوس ته سفر وکړي او هيله لري چې له بېلا بېلو خواوو سره د نظريو ژورې تبادلې وکړي، د ننګونو د ليرې کولو لپاره په اعتماد ټينګار وکړي او نړيوال اقتصاد پياوړی کړي. چين به په پر له پسې توګه د نړيوال اقتصاد د زياتوالي لپاره لوی بازار پرانيزي او د بېلا بېلو هېوادونو د پانګونو هر کلی به وکړی، تر څو د بېلا بېلو هېوادونو خلک ورڅخه ګټه واخلي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای