CRI Online

چين د نړيوال اقتصاد د زياتوالي لومړی خوځنده ځواک دی.

cri     (GMT+08:00) 2017-01-13 17:54:23

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د شمېرنې ادارې د جنورۍ په ۱۳مه نېټه خبر ورکړ چې د اټکل له مخې په ۲۰۱۶ کال کې د چين د اقتصاد د زياتوالي انډول شپږ اعشاريه اووه فيصده و او د نړيوال اقتصاد د زياتوالي انډول چې د نړيوال بانک لخوا اټکل شوی، دوه اعشاريه څلور سلنه وي. د شمېرنې له مخې، په ۲۰۱۶ کال کې د نړيوال اقتصاد په زياتوالي کې د چين انډول درې دېرش اعشاريه دوه سلنه ښودل شوی.

د چين د شمېرنې ادارې مسؤل خبر ورکړ چې په تېرو څو کلونو کې نړيوال اقتصاد د ژور ترميم په حال کې و چې په نړيوال اقتصاد کې د اروپا، امريکا او جاپان په شمول د عمده اقتصادي ډلو د لارښوونې رول کمزوری شوی دی. که څه هم د هند په شمول د ځينو هېوادونو د اقتصاد زياتوالی هم چټک دی، خو اقتصادي پيمانې يې لويې نه دي او د نړيوال اقتصاد د زياتوالي عمده خوځنده ځواکونه نه دي ګرځېدلي. دغه راز، په تېرو څو کلونو کې د چين اقتصاد په نوي پرمختيايي حال کې و، که څه هم د اقتصاد د زياتوالي سرعت ورو شوی، خو په نړۍ کې يې لا هم مخکنی مقام نيولی.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای