CRI Online

افغانستان غواړي چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې له چين سره همکاري وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-01-14 17:01:16

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د څارنې او د فساد پرضد د چارو لوړ پوړي دفتر مدير حسين فهري څو ورځې مخکې د سينهوا اژانس له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې له فساد سره مبارزه او د حکومتي شفافيت ابادي د افغانستان لپاره ډېر مهم دی، افغانستان هيله لري چې په دې برخو کې له چين سره همکاري وکړي.

نوموړي د ډسپلين د پياوړتيا او د کاري لارو چارو د ابادۍ په برخو کې د چين تر لاسه شوي برياليتوبونه وستايل. هغه وويل، چې د چين حکومت د قانون په وسيله د فساد او ناقانونه عملونو کنترول او مخنيوی کړی او فاسدو کسانو ته يې سزاوې ورکړې، دا د ټولنيز شفافيت او د دولتي ګټو د ساتنې لپاره ګټور دی.

هغه زياته کړه چې په ٢٠٠١ کال کې په افغانستان کې د بيا رغونې له پيل راهيسې نه يوازې امنيتي حالات د اندېښنې وړ شوي، د فساد مسئله هم د حکومت په وړاندې يوه دايمي لانجه بلل شوې ده. افغانستان بايد له فساد سره د مبارزې په برخه کې د چين له برياليو تجربو څخه ګټه واخلي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای