د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ د پنځلسمې نېټې په سهار د ځانګړې الوتکې له لارې له بېجينګ څخه سويس ته وخوځېد. هغه به د سويس د فدرالي کميټې د مشرې دوريس ليوڅارډ په بلنه له دغه هېواد څخه رسمي ليدنه وکړي او د نړيوال اقتصادي فورم د جوړوونکي او مشر کلاوس سچواب په بلنه به د سويس په داوس کې د ۲۰۱۷ کال لپاره د دغه فورم په کلنۍ غونډه کې برخه واخلي. ورپسې به هغه د م م د سرمنشي، د نړيوال روغتيا سازمان د عمومي مديرې او د اولمپيک لوبو کميټې د مشر په بلنه له يادو دريو نړيوالو سازمانونو څخه ليدنه وکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |