د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ د ١٥مې نېټې په ماسپښين زوريچ ته ورسيد چې سويس ته د ده رسمي سفر هم پيل شو.
رئيس شي جين پينګ به د سفر په ترڅ کې د سويس په داوس کې د نړيوال اقتصادي فورم د ٢٠١٧ کال په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړي او د م م د ژنيو له عمومي مقر، د روغتيا له نړيوال سازمان او د اولمپيک لوبو له نړيوالې کميټې څخه به ليدنې وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |